لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
دمرګ په ورځ
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 11.06.2010   خپرونکئ:   سمسور  

په ټوله لاره کې مې له ځانسره کرل اورېبل په خپل فکر مې يوه پاچاهي جوړه کړېوه اټکلونه مى کول چې داسې به وکړم اوهسې به وکړم،کوربه ورته واخلم،موټربه ورته واخلم،ټول امکانات به ورته برابرکړم ،بېرته به مې سرته ټک ورکړ خه نوپه څه شي به يې ورته واخلم  دورمرامکانات به ورته په څه شي برابروم ،ټوله تنخوامې ٥٠٠٠افغانۍ ده په دې به ورته څه واخلم بيابه مې وويل زه خداى لوى دى هرڅۀ به سم شي ،خوکله به مې ليوني دماغ چکر وکړ، نه نه هېڅ هم نه ورته اخلم ولې ماته دکورادرس نه راکوي ،هغه په ماباندې هېڅ اعتبارنکوي  هروخت چې ترې پوښتنه وکړم .
راته وايي اوس نه.
ښه نوکله؟
دمرګ په ورځ!
دادريم ځل دى چې هغه ماته همدايوه خبره کوي ،داپرماباندې مسخرې کوي .
خوبيابه مې وويل چې نه خوهغه به هم راسره ټوکي کوي کنه زه يې څومره ځوروم،  له ځانسره مې وخندل ځه ساده ! دومره نازونه خوبايد وکړي اخر څومره ښکلې ده دخپل نوم پشان ،په همدې سوچونوکې يې راته هغه لحظې په ذهن کې انځورشوې ،چې يوه ورځ مې ورته وويل :ته خوپښتنه يې نوبيادې دانوم ولې دفارسيوانانو پرځان ايښى دى؟ په کړس يې وخند  ولې څه ماخوپخپله په ځان ندى ايښى چې ته داسې خبرې کوې .
ماورته وويل چې زه نور درته مژګان نه وايم .
ښه نوڅه راته وايي؟
برېښنا
څه څه ! دادرته چاويلي دي ،حيرانه شوه اوماته يې همداسې ژورکتل ماورته وويل دڅه شي راته چاويلي دي؟هغې وويل زمااصلي نوم برېښنا ده ماورته وويل چې زه لدې نه مخکې نه وم خبراونه راته چاويلي دي ،هغې وويل يوپلارجان مې راته برېښناوايي نورپه کورکې ټول راته مژګان وايي .
غوښتل مې چل پرې وکړم اوکوريې معلوم کړم  ،په کورکې ،کورچېرې ده؟اوس نه!  هغه بياپوه شوه جدي شوم ښه نواخرکله  بيايې وويل دمرګ په ورځ ماورته وويل بس دمرګ ترورځې نور درسره خبرې نکووم، خوزه څه خبروم چې دامرګ به زمااودهغې ترمنځ ولاړ وي اوتش سط به غواړي.
ويې ويل څه له ماسره خبرې نکوي ؟
هونو اخر له بل چاسره.
اخرپه څه خبره ؟
بس نور خبرې بندې شوې  ،هروخت راته همدا اپلتې وايې .
اوهو نازوليه درته وايم يې ،ښه نوووايه همدا اوس اوکنه نو.کنه نوڅۀ ته بياڅه کوې؟هغې زما له خولې نه خبرې وېستلې ما ورته وويل ووايه کنه برېښناولې مې ځوروې  ،خوهغې خپلې اداګانې لاهم جاري ساتلې اوله خندانه به شنه شوه ولې داسې وارخطايې ؟
نورنو سوچونو داسې پسې واخستم چې هرڅه رانه هېروو ،هېڅ نه پوهېدم چې چېرې يم ،چېرته ځم، اوپه څه شي کې ځم.
په همدې ګردابونوکې وم چې ناګهانه مې دموټر دټايرناتراشه اواز دغوږ زنګ وکړنګاوه ،په موټرکې دخيرخير نارې پورته شوې، داچې ددروازې ترڅنګ ناست وم ژر راکوز شوم ګورم چې دموټرمخې ته يوه انجلۍ چې سرې جامې يې  پرتن دي په داسې حال کې پرته ده چې مخ يې دځمکې په لور وه ،ژرپرې ورټيټ شوم دسړک بغل ته مې کش کړه په بل مخ مې کړه اوه خدايه داخوبرېښناده کنه! داڅه شوي ! هغې ارزولرله چې خپله ژمنه سرته ورسوي نو دژوند وروستۍ خبره يې په منځ دوه ځايه شوې شونډې نه په داسې حال کې چې سترګې يې پټې اوڅوک يې نه پېژندل ، ډېر زورسره راووېسته ، زموږکورپه خوشحال خان شاداب ظفربلا بس همدلته يې ژبه ودرېده اوسريې ځوړندشو.

 
بېرته شاته