لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
وږمه سباد خيال ناڅاپي بدلېدل او رومانيت
لیکوال: صدیق الله بدر   نېټه: 10.06.2010   خپرونکئ:   سمسور  

پښتو معاصر ادبيات له ښكلاييز پلوه د ډېرې پاملرنې وړ دى او په زړه پورې رنګارنګي په كې ليدل كېږي، خو يو څه ته، چې زموږ اكثرو شاعرانو او كيسه ليكوالو دېره توجه نه ده كړې، هغه د خپل وخت او زمان نه انځورونه ده. زموږ ډېرى ليكوال او شاعران پوره روماني شاعرۍ ته د ډېرې لېوالتيا له كبله تر يوه بريده دغې موضوع ته پاملرنه نه ده كړې او په اثارو او پنځونو كې يې ډېر كم د وخت او زمان عكاسي وينو او دا ترې نه جوتېږي، چې زموږ شاعر په كوم مكان او زمان كې اوسي. له دې خبرې اره موخه دا ده، چې  زموږ شاعران او ليكوال د رومانيت ترڅنګه د وخت او حالاتو هنري انځورونه هم بايد له ياده ونه باسي.
زموږ يو شمېر هغه شاعران، چې دغې مسالې ته ځير دي، شعرونه يې پر نورو ځانګړنو سربېره له دغې ځانګړنې هم برخمن او يو ډول د وخت او حالاتو هنري انځورونه دي. وږمه سبا عامر يو له همدغو ليكوالو او شاعرانو څخه ده.
وږمه سبا هغه شاعره ده، چې ترډېره د خپل كلام په هر بند كې د وخت او حالاتو انځوروونه كړې او اوچت امتياز يې دا دى، چې د هرڅه په انځورولو كې يې له ښځينه ليد څخه كار اخيستى او تر ډېره بريده يې ښځينه احساسات بيان كړي او د مينې او عاطفې په اوبو يې وللي دي: ((ښځینه شعر په ښځینه احساسو ښکلی کیږي او په پښتو ادب کې ورته زیات ضرورت لیدل کیږي. څومره، چې ښکلا او نازک خیالي په ښځه کې لیدل کیږي، نارینه هم له دې دوه خبرو پوره دي، نو دا د یوې شاعرې کمال دی، چې څرنګه يې په خپل شعر کې رانغاړي، که زموږ خویندې دې ټکي ته ډیر پام وکړي نو بیا ضرورت نه لیدل کیږي، چې زموږ نارینه شاعران دې په مستعارو ښځینه نومونو شاعري وکړي او د ولس تنده دې پرې ماته کړي.))
وږمه سبا د مينې شاعره ده او پخپل هر شعر کې مينه انځوروي، دا ځکه چې هغه د جنګ په کلونو کې زېږېدلې، رالويه شوې او له دې کبله د مينې تږې ده: ((په جنګ کې زیږیدلې او په جنګ کې رالویې شوې قلموالې ته به تاسو ووایاست، چې ترهرڅه زیات به هغه د کوم شي تږې وي، ځواب یو دی سوله، امن، کراره کراري او د بارودو له لوګیو نه یو پاک هیواد. څرنګه چې مینه د ژوند سره تړلې خبره ده، همداسې شعر هم پرته له مینې بې مهفومه دی، کله چې د شعر نوم څوک راته واخلي، ماته ښکلا، وفا، مینه، وعدې د مینانو ماښامونه او قرباني رایادوي.))
وږمه په دې باور ده، چې ښه شعر هغه شعر دی، چې په وچ زور نه بلکې د زړه په وينه وليکل شي: ((زما په اند ښه شعر هغه دی، چې د زړه په مینه ولیکل شي. ځیني شاعران کېیني او تر هغو قلم راکاږي، چې شعر ولیکي، خو هغه شعر زما په خیال دومره زړه راښکون نه لري لکه هغه ساده او ښکلی شعر، چې د مینې په زور لیکل شوی وي. ښه شعر د الماسو د غمي په شان د نورو شعرونو په منځ کې پړک وهي، خبره په دې رالنډوم، چې د سلو شعرونو په ځای دې که یو شعر ولیکل شي، په ځیګر نه په هنر نو ښه به وي.))
پېژندګلوي
(( وږمه سبا عامر، چې كورنۍ نوم يې ننداره دى، له نن ۳۰ کاله پخوا د لسوال خيال محمد په کور کې زېږېدلې ده. اصلي ټاټوبی يې د لوګر ولايت د ميروال سيمه ده او په خټه الادين خېله کوچۍ ده. د اويايمو کلونو په لومړيو کې پېښور ته مهاجره شوه، چې ترواسه هلته اوسېږي. منځنۍ زده کړې يې په کابل کې کړې دي او اوس په پېښور کې د ژورناليزم په څانګه کې په لوړو زده کړو بوخته ده. د ښوونځي له وخته يې له شعر و شاعرۍ سره مينه وه: ((لومړنی شعر که خدای مې غاړې نه بندوي دښونځي په اووم ټولګي کې به وم، چې  په اول ځل  مې د پښتونستان د ورځې په مناسبت مشاعره کې، چې د کابل ښار په اریانا هوټل کې جوړه شوې وه، د ستیژ په سر ولوست. اوس هم هماغه ورځ لکه پرون زما په دهن کې لاژوندۍ ده، حبیب الله زړه سواند صاحب د مشاعرې اول کس و او ورپسې دویم نمبر زما و، با ید ووایم  د هغه شعر یوازې دا دوه بیته زما په ذهن کې راپاتې دي:
    
            د دنیا په سر جنت دی
            په تاریخ کې لوړ عزت دی
 
            د ښایست ښه منظره ده
            دا د خیبر ښکلې دره ده ))
د وږمې ګڼ شعرونه او لنډې کيسې د شپېتمو کلونو له نيمايي راهيسې د افغانستان په بېلابېلو خپرونو کې چاپ شوي دي. تراوسه د وږمې سبا درې کتابونه چاپ او خباره شوي دي. د پلوشو اټن د سبا لومړنۍ شعري ټولګه ده، چې کال دمخه په پېښور کې چاپ شوې ده. بنګړيواله د هغې يو رومانتيک ناول دی، چې همدا سږکال له چاب راوتلی دی او واورې لمن يې د لنډو کيسو چاپي ټولګه ده.
بازار، سوالګره او باغ ارم د هغې ناچاپه اثار دي.
وږمه سبا په دې وروستيو کې له ځوان او تکړه شاعر او ليکوال نجيب عامر سره ګډ ژوند پیل کړی دی.
وږمه سبا په دې اند ده، چې هر شاعر او ليکوال له خپل چاپېريال نه اغېزمن وي. څه چې پرې تېرېږي او پېښېږي، ويني او محسوسوي يې هغه په خپلو پنځونو کې انځوروي. نوموړې وايي: (( زه د کورنۍ جګړې په جريان کې زېږېدلې، رالويه شوې او بیا مهاجره شوې يم. نو په دې بهير کې زه د خپلې ټولنې له خوږو او ترخو پېښو بې اغېزې نه يم پاتې شوې.که څه هم زما په ټولنه کې ترخه ډېره وه يعنې کرکه او دجګړې حالت و، خو ما د نورو شاعرانو خلاف، چې هغوی د جګړې ترخه واقعيتونه بيان کړي يو ګام وړاندې ايښی او مينه او محبت ته مې خپل احساس ځانګړی کړی دی، چې د انساني ژوند ښکلي اړخونه دي او انساني ژوند ورته اړتيا لري. دا هرڅه ما پخپلو پنځونو کې انځور کړي دي.))
  شاعري او ليکوالي
 د وږمه سبا شعرونه ګڼ خصوصيتونه لري، چې تر ټولو څرګنده ځانګړنه يې د سوچه ښځينه خصوصياتو څرګندونه ده. په پښتو ادبياتو كې دا خبره ځكه مطرح ده، چې ډېر ځله زموږه شاعرانې د ځينو ټولنيزو محدوديتونو له كبله د خپلو احساساتو له څرګندولو ډډه كوي. خو وږمه سبا په هغو كم شمېر ښځو شاعرانو كې راځي، چې د شاعرۍ له پيله يې دغې ځانګړنې ته پوره توجه كړې او اوسنۍ پښتو شاعري يې پرې لا ښكلې او ښايسته كړې ده. عبدالغفور ليوال همدا خبره كوي: (( يو څه، چې په خاصه توګه زه د وږمه سبا په شاعرۍ کې وينم، هغه د هغې سوچه زنانه احساسات دي، چې پرته له دې، چې سانسور يې کړي ويلي دي.))
د وږمې سبا په شعر کې د ښځينه احساساتو د انځورونې په اړه عبدالجبار څپاند هم ورته نظر لري او وايي: (( لکه څنګه چې له يوې ښځينه شاعرې نه تمه کېږي، تر ډېره حده وږمه جانې هڅه کړې ده، چې پخپل شعر کې هغه ښځينه احساسات په هغه ښه بڼه انځور کړي. دا هغه توقع ده، چې هم اوس وخت او هم په پخوانو وختونو کې له ښځو شاعرانو يې توقع کېده. زه چې څومره فکر کوم زموږ ډېرۍ ښځينه شاعرانو دغه بريد نه دی پاللی. خو د سبا په شعرونو کې دې اړخ ته تر ډېره بریده توجه شوې ده، مثلا وږمه سبا په يو بيت کې وايي:
دا پېښه ازلي وه، چې په تا شومه مئينه
زه نه وايم، چې خور يم د بدرۍ د سترګو توره))
دا هم د وږمې هغه شعر، چې د ښځينه احساساتو څرګندونه په کې شوې:
شمعې په لاس کې ګرځوم لاليه
رڼا به تا له درکوم لاليه
د لونګين مقام ته ورسېدې
پاس په سينه دې زنګوم لاليه
راوړی مور يې مينه زه درکوم
لکه ماشوم دې نازوم لاليه
ستا سپین بشر مې مخ ودرېږي
سترګې چې کله توروم لاليه
هغه شېبې او هغه شپې مه غواړه
نوره له برمه پرېوتم لاليه
اسدالله غضنفر د وږمې د شعر دغه ځانګړنه د فيمينيزم له نظره څېړي او وايي: (( په ادبياتو کې يوه اصطلاح ده، البته دا اصطلاح په فلسفه او ټولنپوهنه کې هم شته، چې هغه ته فيمينيزم وايي. په ادبياتو کې له فيمينيزم نه منظور دا دی، چې ښځې بايد خپل مقام ولري او خپل ځای په ادبیاتو کې ثابت کړي. فیمینست صاحبنظران وايي د انسان ټول کلچر، چې دی هغه نارينه کلچر دی، تاريخ نارينه دی، فکر نارينه دی، ادب نارینه دی او د نارينه له دريځه يو څه ويل شوي وي. يعنې کوم شی، چې د نارينه خوښېږي هغه يادېږي. څه چې نارينه غواړي هماغه ويل کېږي، هم  د ښکلا پېژندنې له اړخه، هم د ښکلا له اړخه، هم د فلسفې له اړخه او د حقوقو له اړخه. فیمینست وايي د دې لپاره، چې ادب کامل شي باید د ښځو له دريځه هم کافي خبرې وشي او باید د ښځو دغه ښځينه توب په ادب کې څرګند شي. يعنې تنها نارينه شاعري نه وي، ځکه نارينه شاعري نيمګړې شاعري او د نيم انسان شاعري ده.))
د ښاغلي غضنفر په اند په خواشينۍ سره، چې د نارينه کلچر تر اثر لاندې ښځو هم نارينه شاعري کړې ده: (( خو په دغه سلسله کې وږمې سبا ډېر مثبت نقش لوبولی دی او هغه رښتني ښځينه احساسات يې پخپلو شعرونو کې انځور کړي دي.))
لاندې شعر، دغه خصوصيت ښه بيانوي:
لمن ګلونه راوړي په ځولۍ کې جينکۍ
يو بل ته يې بیا ورکړي په ډالۍ کې جينکۍ
د چا په انتظار وي په کاله او په ګودر
په ټکنده غرمه او ماښامۍ کې جينکۍ
اختر وي که واده وي که سابه وړي له پټي
يو بل ماتې ورکړي په سيالۍ کې جينکۍ
په خيال يې راورېږي د چا مينه وي اوترې
منګی په لاره مات کړي په تادۍ کې جينکۍ
خوبونه د ځوانۍ يې په يو رنګ ارمان يې يو وي
اوسېږي په محل او که کېږدۍ جينکۍ
د وږمې سبا د شعرونو يوه بله ځانګړنه د ساده كليوالي مفاهيمو رانغاړل دي. د نوموړې دا شعرونه، د كليوال ژوند يو بشپړ انځور زموږ مخې ته ږدي. څپاند، چې دا د ښه شعر د يوې ښې ځانګړنې په توګه راپيژني، په اړه يې وايي: (( تر ډېره حده يې کوښښ کړی دی، چې پخپله شاعرۍ کې ساده او کليوال مفاهيم  په ډېره ساده او روانه ژبه راونغاړي. ځکه ساده او روانه ژبه د يو ښه شعر ښه خصوصيت دی، چې د خلکو په پوهاوی کې کومه ستونزه راپېښه نه کړي. وږمه سبا په يو شعر کې وايي:
د سترګو توره، چې کوڅې ته راځې
ډېر په احتياط به دروازې ته راځې
که دې د مينې پاس ونه ساتلو
بیا به د خوارې هديرې ته راځې
دلته وږمې هڅه کړې ده، چې مغلق مفاهيم په ساده ژبه د خلکو مخې کېږدي.))
په دې شعر کې موږ يو بل څه ته هم ځير کېږو او هغه دا چې وږمه پخپله ټولنه کې حاکم محدوديتونه په داسې عاطفي انداز انځوروي، چې ډېر سخت زړونه هم ورته اوبه کېږي او پر وړاندې يې د هيڅ ډول منفي غبرګون ښکاره کولو جرئت نه شي کولی.
دا هم د وږمې په شعر كې د كليوال ژوند انځورونه:
ماښام کې ته رانغلې  په سهار کې ته رانغلې
جانانه زه وم ناسته انتظار کې ته رانغلې
ګلونه د نارنج مې ستا په لاره کې پاشل
خوره دې اوازه وه ننګرهار کې ته رانغلې
ما ویل ګوندې تیارې به ستا د مخې نه رڼا کړم
ما زړه درته بل کړی و په لار کې ته رانغلې
بورا سره یو ځای به ځان د ګلو منځ کې وژنم
که دا ځلې هم ياره په بهار کې ته رانغلې
ناځوانه فریبکاره ستا وعدې تشې وعدې وې
ولاړه ومه زه په سر د دار کې ته رانغلې
د خيال ناڅاپي بدليدل، هغه تجربه ده، چې ډېره كمه موده كېږي پښتو شعر و شاعرۍ ته يې لاره كړې ده. په دې ډول شاعري كې، چې په اردو ادب كې يې وده موندلې، شاعران د خپلو شعرونو په يوه مصره كې يو څه او بله مصره كې بل څه وايي. اسدالله غضنفر د وږمې سبا په شعر كې دغه اړخ ته توجه ستايي او هغه يو عالي كيفيت ګڼي: (( په اردو ادب کې يو جالب خصوصيت، چې په پښتو ادب کې لږ دی، دا دی، چې ناڅاپي والي په کې ډېر دی. ناڅاپی والی شاید زموږ په ادب کې يوه نوې اصطلاح وي، خو زما په خیال د يو ښه شعر ښه خصوصيت دی. که موږ په يوه مصره کې يو څه ووايو او په بله کې داسې څه ووايو، چې بلکل مو تصور هم نه کاوه چې هماغه خبره به کوو، دا ناڅاپي والی زېږوي، چې په هغه کې يو ډېر عالي خوند وي. د وږمې سبا په دې بيت کې دغه خوند شته، دا وايي:
يو سپرلي کې د يار مخ ګلاب ګلاب وي
بل په ژمي کې باران زما خوښېږي
کله چې دا اوله مصره موږ واورو، چې په کې پسرلی او د يار مخ ګلاب ګلاب یادوي، نو موږ تصور کوو، چې دوهمه مصره هم په يو شکل د اشکالو یا د پسرلي سره تعلق لري او یا له یار سره. خو دا يوه داسې خبره وي، چې موږ يې هيڅ تصور نه کوو او زموږ لپاره کاملا يو ناڅاپي خيال دی. ځکه د دې دوو حالاتونو هيڅ ارتباط  سره نه نشته.))
غضنفر وړاندې وايي، چې حد اقل زموږ ذهن دې ته تيار نه دی، په کومه لحظه کې، چې دا بيت وايو د دغو دوو مصرعو موضوعاتو ته ارتباط ورکړو: (( دا يو ناڅاپي کیفیت دی او ناڅاپی والی چې دی يو عجيب خوند لري.))
د غضنفر په وينا، هنر په حقيقت کې د متضادو حالتونو د يو ځای کولو يوه هڅه ده: (( د ځمکې ګناه او د اسمان سپېڅلتيا، میخانه او زهد، له خدای سره مينه او د يوې ټيټې سويې مجازي مينه، دا چې کله په شعر کې سره يو ځای شي موږ ترې ډېر خوند اخلو. د ځينو پوهانو په نظر دا د متضادو حالاتو يو ځای کول د يو انسان ډېره عميقه ارزو ښيي او د هغې نماينده ګي کوي.))
غضنفر په دې باور، چې انسان په واقعي ژوند کې دې ارزو ته نه رسېږي نو په شعر کې پسې ګرځي او هغه دا ده، چې انسان همزمانه غواړي، چې هم ژمی ولري او هم پسرلی، هم اسمان تجربه کړي هم ځمکه، ځکه د انسان فطرت همدې مختلفو حالاتو ته جوړ دی: (( دغه خصوصیت په غزلونو کې ډېر دی او وږمې سبا غزل دغه ښه خصوصیت لري. د مثال لپاره دغه بيت ته وګورئ:
ته کافر حسن لرې زه مسلمانه
ستا له مخه هر انسان زما خوښېږي
وږمه، چې دغه کافر حسن له مسلمان والي سره يو ځای کوي، يو ډول متضاد حالت زېږوي، خو دغه متضاد حالت بيا په يو وحدت کې راغلی او ډېره ښه نتیجه هم ځيني اخلي. په حقیقت کې دغه متناقض حالت او دغه متضاد کیفیت يو عالي اخلاقي مفهوم هم زېږولی دی.))
وږمه سبا وايي، چې دغه کیفیت د هغې شعرونو ته د اردو ادب د مطالعې له کبله لاره کړې ده، هغه وايي: ((په غزل او نظم کې توپیر همدا دی، چې نظم سرترپایه په یوه مفهوم باندې راڅرخي، خو د غزل هر بیت ځان له یوه دنیا لري. زما په اند غزل د غاړکۍ مثال لري، چې په یو تار کې ډیرې مرۍ پېیل شوې وي، که دا مرۍ رنګ په رنګ هم وي، خو بیاهم ټولې په یو تار کې سره راټولې وي. په واقعیت سره، چې دا هنر د هند او پاکستان د شاعرانو په شعرکې ډیر لیدل کیږي، څرنګه چې ما د عمر یوه برخه په کوزه پښتونخوا کې تیره کړې او د اردو ادب مطالعه مې کړې نو ښايي زما په شعر کې به هم تر یوه بریده دغه خصوصیات موجود وي.))   
شاعر، چې په كوم وخت او زمان كې اوسېږي، ناچاره وي، چې د هغه انځوروونه ونه كړي. وږمه له هغو شاعرانو څخه ده، چې دم قدم يې د خپلې ټولنې دردونه په خپلو شعرونو کې رانغاړلي او پرې ژړلې دي. د وږمې دا ډول شعرونه د هغې د وطنپالنې د اوچتې مينې څرګندويي كوي. څپاند يې د شعر دې ځانګړنې ته داسې يوه نغوته لري: (( وږمې، پخپلو شعرونو کې د وخت سندره بللې او هر هغه څه يې، چې ليدلي او حس کړي، هغه يې انځور کړي دي. مثلا په دغو دوو بيتونو کې ځانګړنه ښه تر سترګو کېږي:
وخت به راځي، چې خلک يو بل ته ګلونه نيسي
ګلرنګ ساقي به ملا جان ته هم جامونه نيسي
د سبا ورځې افغانان به ښايي نه وي داسې
دا نن چې ګورې دوی د يو بل ګرېوانونه نيسی))
موسيقيت او ډېر عاطفيت د وږمې د شعرونو له نورو ځانګړنو څخه شمېرل كېږي. ژبه يې ساده او د ټولو لپاره د درك وړ ده، وږمه په ساده ژبه ډېر عاطفي مسايل په ډېره مينه سندريز كوي، لکه دغه شعر يې:
لېونۍ څنګ ته د محل نه راځي
ځکه په ملا کې څه ول نه راځي
ژوندونه ستا د ناکردو د لاسه
مرګ مې قبول دی خو اجل نه راځي
په بېوسۍ مې ورله زړه ورکړی
د اخیستو يې راله چل نه راځي
سهار ماښام به په سلام ولاړ و
اوس مې تپوس ته په يو ځل نه راځي
څو چې احساس لېونی نه کاندي
د شاعر شونډو ته غزل نه راځي

د وږمې د شعر يوه بله ځانګړنه رومانيت دى او تر ډېره بريده هڅه كوي، چې د مينې او ښكلا ترجماني وكړي. رومانيت د وږمې شعر ته په زړه پورې ښكلا او تلپاتې توب وربرخه كړى دى.
دا هم د وږمې همداسې يو رنګين او له مينې ډك شعر:
د زخمي زړګي ملهمه رانه مه ځه لرې مه ځه
د بېلتون د شپو همدمه رانه مه ځه لرې مه ځه
ته زما د سر پوړنی زه دا ستا د سر شمله يم
پښو کې ځان درغورځومه رانه مه ځه لرې مه ځه
ګناه کومه خطا کومه ګرانه دا خو راته وايه
چې توبه ترې وباسمه رانه مه ځه لرې مه ځه
دا خوږې خوږې د مينې او وړې وړې خبرې
زه يې کله هېرومه رانه مه ځه لرې مه ځه
ستا د مينې توده غېږه په جهان به يې ورنه کړم
ژوند به څنګه تېرومه رانه مه ځه لرې  مه ځه

www.lawang.blogfa.com

 
بېرته شاته