لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د سبرونو نڅا يو اړخ ، يوه خبره
لیکوال: اسحاق ننګيال   نېټه: 07.06.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د (( سبرونو نڅا )) د پښتو ژبې نامتو ژبپوهاند، ليکوال او شاعر ښاغلي دوکتور مجاور احمد زيار د شعرونو اتم غونډ دى، چې نږدې يو کال د مخه په لاهور کې چاپ او په دې وروستيو وختونو کې زموږ لاس ته راغلى دى. دغه شعري مجموعه چې د پينځه سوه ټوکو په شمېر په ١١٨ مخونو کې چاپ ته رسېدلې ده، اته شپېته شعرونه لريو چې په آزاد فورم کې ويل شوي دي.
(( د سبرونو نڅا )) هم لکه د هغه د نورو شعري غونډونو په څېر هغه ځانگړى سبک لري، چې د ډاکټر زيار شعرونه زموږ د پښتو شعر له نورو شعرونو څخه بېلوي او دليل يې هم د ژبې، ويون، وييونو د کلماتو د اوډنې او د هغې نږدې عمومي منځپانگې له پلوه چې د ده په شعرونو کې ځانته عمومي او مشخصه بڼۀ غوره کوي، موجود دى .
ډاکټر زيار چې بې له شکه په خپلو نثري او شعري هستونوکې ټول عمر له نوښت او نويوالي سره اوسېدلى او د مبتذل شعر او په مجموع کې د مبتذل وروست شوي او سولېدلي ادب پر وړاندې جنگيالي فرهنگيالي پاتې شوى دى، زموږ د اوسني ځوان او پرمختللي شعر چې له نېکه مرغه يې وشول کولى خصوصاً په دې وروستيو کلونو کې له نړيوال شعري بهير سره څه نا ه د سيالۍ ميدان ته راووځي، د گوتو په شمېر يو څو تنو سر لارو څخه دى، چې ځوانانو يې پر پل پلونه کېښودل او زموږ شعري ادبي ځوان غورځنگ يې په غښتلتيا او وستيا وبښله، مگر له دې ټولو سره سره هغومره چې زه د خپل درانه استاد پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار د شعرونو مطالعه لرم زما په اند د ډاکټر صاحب په شعرونو کې ځاى يو زورور او يو نه ايليدونکي سياست څبې وهي او د يوه شاعرانه محتوا او منځپانگې په ځاى هر کله او هر وخت سياسي او هغه هم ډېرې تکراري او په وار وار ويل شوي سياسي منځپانگې پکې څپې وهي، چې له همدې کبله د ډاکټر صاحب زيار شعري هستونو ونه شول کولى د يوپې محدودې روشانفکرانه کړۍ له محدودې څخه بهر راووځي او په ټولنه کې ډېر عام وي.
يو شمېر شاعران او پښتانه ژب پوهان ټينگار کوي چې د ډاکټر صاحب زيار شعرونه د نويو او د نه تعميم شويو لغاتو د کارونې له امله ډېرو ذهنونو او اندونو ته لاره نهش ي پيدا کولى او لوستونکي يې د لغوي غوټو پرانستلو ته بې وسه کېږي، نو ځکه ډېر ځله پر زړونو چنگ نه شي وهلى ښايي خبره همداسې وي او څومره ښه ده
ې که خبره همداسې وي او بې له شکه د خبرې يو اړخ همدلته دى په ډېر جرئت سره وايم چې که چېرې د زيار او که چېرې د همدغه ډول (( زيرانو )) همدغه هڅې نه واى زمونږ پښتو شعر، زمونږ پښتو نثر او زموږ پښتو ژبه، بۀ د نورو ژبو په ژرندو کې يوه دل شوې ژبه واى، چې بايد ساندې مو پرې ليکلې واى او ژړلي مو ورته واى څوک چې له شعر سره مينه کوي بايد لومړى له خپلې ژبې سره د خپلې ژبې له جوړښت، کلماتو او لغاتو سره مينه وکړي او زده يې کړي، څنگه کېداى شي چې د خپلې ژبې له شعر، داستان فولکلور او د ادب له نوور ډلو سره مينه کوو، خو د خپلې ژبې هغه اصيل او سوچه وييونه، کلمات او لغات چې هم دغه ډاکټر صاحب زيار يې په خپلو ختونو کې کاروي، نه پېژنو اوس رونه مو پرې نه خلاصېږي؟ مگر ډاکټر صاحب زيار او نورو پښتنو ژبپوهانو دغه وييونه له نورو ژبو ځينې په پور اخيستي دي او د پښتو ژبې په گېډه کې يې کرلي دي؟ موږ خو عادت کړى، همدا چې يو دم او ناببره د شعر په معنا پوه شوو، چغې ورته وهو او لاسونه ورته پړه کوو، خو ځان ته دومره زحمت نه ورکوو چې د شعر معنا پسې ځان ستومانه کړو او پلټنه پکې وکړو.
نه غواړم خبره ډېره بلې خوا ته وگرځوم، اصلي خبرې او اصلي مقصد ته راځم.
زه نه وايم چې ولې بايد سياسي شعر ونه ليکو؟ ځکه چې ټولنه د اور او وينو په سمندرونو کې لامبو وهي او کله چې د ټولنې خلک له مړينې او ژوبول پرته خندا نه پېژني نو د ټولنې خلکو ته څه بايد وليکل شي، چې د کور چاشنۍ ورته جوړه کړي؟ مگر څنگه يې بايد وليکو او څومره يې بايد وليکو؟ او همدغو سياسي او جنگياليو شعرونو ته څه ډول هنري او ايستاتيکي ښکلا، خوند، او رنگ وبښو؟
خمارونه دې منم په اننگو کې
خو زموږه يې نصيب نشته په څښو کې
ستا ښايست راته د خپل وطن نظام شو
وږى تږى مې ساتي په زولنو کې
وگورئ رحمت شاه سايل سياسي شعر ويلى دى، مگر همدغه سياست داسې لمنه گنډي چې د جنت د حورو له لمنو څخه هم ښکلې او ښايسته ده او که څه هم ډاکټر صاحب له داسې شعرونو څه کم نه دي ليلي مگر آيا کېداى شي شاعر ټول شاعرانه عمر نږدې همدغو خبرو او همدغو پېښو ته وقف کړي؟ جنگ جگړې، لوږه، لوڅوالى، ټولنيزې بې عدالتۍ او ټولنيزې نادودې، نور څه نه ؟ له نوښت پرته شعر بې ارزښته او پوچ دى او نوښت يوازې د نويو او ناويلو کلماتو او مفاهيمو راوړنې او انځورونې ته نه وايي، نوښت نورې لارې چارې هم غواړي او تر ټولو لوړ او با ارزښته نوښټ د ډول ډول پېښو او شيانو انځورونه، د شاعرۍ کشف ده، شاعر بايد د ويلو لپاره څه کشف کړي او څه په خپله منځ ته راوړي او ايجاد يې کړي، داځکه چې شاعري د سترگو ليدلو پېښو کټ مټ انعکاسنه دى شاعر بايد هغه څه وويني چې د ده تر مخه چا نه وي ليدلي او هغه څه وليکي چې له ده تر مخه چا نه وي ليکلي، پر ټولنيزو پېښو کره کتنې او د هغو چاڼ د سياستمدارانو کار دى، شاعران يې هم کوي، خو توپير يې په دې کې دى چې سياستمدار خبرې بربنډې کوي اوس اسي شاعران يې لږ څه غوړې اود چا خبره تر پوزې لاندې اوبه تېروي، خو زما په اند سياسي خبرې هغسې لوڅې او بربنډې ښې دي او شاعر بايد پر کشف لاس پورې کړي او نا ويلي او نا اورېدلي ووايي.
په دې هيله چې استاد شاعر ډاکټر زيار په دې لاره کې هم زموږ سر لارى وي او د لا نوښتونو سرلاري.

 
بېرته شاته