لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د وسلې او ټوپک څخه کرکه
لیکوال: محمدالله ارین احمدزي   نېټه: 01.06.2010   خپرونکئ:   سمسور  

په پښتو کې د کرکې انځور

دا چې ما وړاندې هم وویل چې تل په دې قوم باندې دا هرڅه ور تپل کیږي او دوی هیڅ هم نه دي کړي او نه یې چاته څه ویلي دي نه یې څوک وژلي او نه یې په یرغل کړی دا چې دا دومره جګړې یې کړي او دومره زور واکي یې ځپلي دي دا یوازې  د دې لپاره چې د دې هیواد تن تن او سر سر غلامي نه مني او دښمن یې هم د دې لپاره ځپلی چې دا قوم یې غلامي ته رابللی دی چې په دې برخه کې به د شملو د وطن پکتیا څخه د یو تاند او ځوان شاعر ښاغلي داد محمد طوفان  د زما غږ تر عنوان لاندې یو نظم ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم هیله ده چې خوښ مو شي
 
زما غږ
داد محمد طوفان
زه ځوریدلی کړیدلی یمه
د ظلم اور باندې سوځلی یمه
ته وا بشر نه یم انسان نه یمه
ټولو نظر نه غورځولی یمه
ما په پردو کوڅو کې چیغې کړي
هرې درګا ته دریدلی یمه
 زه یو بې پلاره یم بې موره یمه
په خپل وطن کې مې بې کوره یمه
زه چې لویدلی یم نو پروت مې پریږدی؟
ولاړیدی نه شم بې زوره یمه
د خدای لپاره دا ګناه مې څه ده؟
چې قصابان چاړه په لاس ګرځي
چې موږ په ځمکه باندې ورونه پیژدي
نور له مریخ نه پورته پاس ګرځي
ای! د خدای روی ومنی نه یې غواړم
ماته قلم راکړﺉ ټوپک نه کوم
زما په سر د مینې لاس را کاږﺉ
زه ګنهګار نه یم کوتک نه کوم
ای خلکو څه مې کړی ورومې پیریژدی
نور کاغذان راباندې مه ټولوﺉ
په سر ببرو کې اول مې بولی
دا لیونیان راباندې مه ټولوی
زه ټوپک نه کوم قلم غواړمه
ما تر مکتب پریږدی کتاب مې په کار
زما  ماشې ته ګوته نه رسیږي
په کتابو د سولې باب مې په کار
چې نور مې ستړی ژوند آرام غوندې کړي
د پوهې سولې یو دریاب مې په کار
چې د دې شاعر دا نظم د پيل څخه تر پایه یوازې د سولې پيغام لري او تل یې د جګړې ټوپک او ډيرو نورو ناخوالو څخه چې د دې ټولنې او قوم لپاره یې د ښیګڼو څخه بد ګڼې ډيري دي کرکه کړې ده ځکه چې پورته یادشوی شاعر دې همدې نظم په یوځای کې وايي چې:
زه ټوپک نه کوم قلم غواړمه
ما تر مکتب پریږدی کتاب مې په کار
زما  ماشې ته ګوته نه رسیږي
په کتابو د سولې باب مې په کار
چې نور مې ستړی ژوند آرام غوندې کړي
د پوهې سولې یو دریاب مې په کار
چې دا انځور دلته ډير په شاعرانه ژبه شوی او په ډيره خوږه ژبه یې د ټوپک څخه کرکه او د قلم سره مینه ښودلې ده.
د اړوندې موضوع په دې برخه کې د ښاغلي غنى الرحمان اخلاقدا شعر هم ډير په ځای دی چې وايي:

كتاب كه ټوپک

د خپل ځان په وينو سور په بخت فقير دى
د پښتون په ټغر نوى نوى وير دى
ګاګر سري ماشومان يى وږي ناست دي
د راكټ په زور يى مات د كوټې تير دى
لكه چا وي دواړه سترګې ورتړلي
هم څښتن د استقلال دى هم اسير دى
په پرادى خوله يې باور په ځان يې نشته
د كتاب ټوپك تر منځ دومره توپير دى

چې ییا هم د شاعر دې شعر ته ډيره پاملرنه کول په کار دي چې وايي:

په پرادى خوله يې باور په ځان يې نشته
د كتاب ټوپك تر منځ دومره توپير دى

 
بېرته شاته