لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
په ويدي او اوستايي پېر کې کيسې او افسانې
لیکوال: شهسورار سنګروال نيازی   نېټه: 24.02.2008   خپرونکئ:    

د اوسني افغانستان  اوسېدونکي اریایان  هغه وګړي  وو چې د ایران او هندوستان  تر مینځ مېشت او ودان وو. ولې له نیکه مرغه وګړي یې په دواړو لرغونو  ژبو (اوستا او سنسګرت) ګړېدل او خبرې یې پرې کولې خو د هندوستان او ایران  وګړي له دې ښېګڼې نه بې برخې وو نو ځکه خو د دواړو ژبو معنوي شتمنۍ  زموږ په ګران  ټاټوبي  لرغوني افغانستان کې خوندي ده. چې موږ سنسګرت ،پراګریت او اوستایي ادبیات د بېلګې په توګه یادولی شو.

د ویدي سرودونو په مهال او له تاریخ نه دمخه پېر کې په لرغوني افغانستان کې زموږ هېواد د یوه شتمن کلتور او اولسي ادب  درلودنکی وو. د دغه پلکوریک ادب  مهم توکي داستانونه ، استوري ، سرودونه او ترانې ، د آتلانو د آتلولۍ ستاینه او لوبې او یو شمېر انګېرنې او خاطرې وې چې په ټوله مانا دغې مودې ته د داستانونو او استورو پېر ویل کیږي .

له دې سربېره په ویدي سرودونو کې د افغانستان د ځنو سیندونو یادونه هم شوې ده لکه: سپنه سندهویعنې پنجاب ، بلیکا ، اوسنی بلخ او باختر ،کوبها د کابل سیند ،سندهو (سیند)،ګوماتي (ګومل) ، کرومو(کرمه) ، راسا د کونړ سیند، سوتی(سوات) ،سرسواتی (ارغنداب) ،ګندهارا او نور یادولی شو.

که څه هم د دغو توکو مینځپانګه تاریخي بڼه لري ولې  دغه تاریخي ډوله پېښې موږ ته د کیسو او داستانونو له مخې را رسېدلي دي. چې ځنې هغو وګړو به د ځنو سیندونو درناوی کاوو چې د غه دود اوس هم په ؛ګنګا؛ کې تر سره کیږي. له سیندو پرته د غرونو په اړه هم که چېرې په ویدي او اوستایي پېر کې د ؛سوما؛ او ؛هوما؛ د راټولولو په اړه کیسې د بېلګې په توګه په پام کې نیسو چې د هندوکش د غره په لمنو کې به یې لټوو نو وبه ګورو چې په دغو کیسو کې داستاني رنګ او تاریخي ارزښت له ورایه ترسترګو کیږي.

وایي چې تنکیو پېغلو به پخپلو نازکو ګوتو د پسرلي په زړه راښکونکي موسم کې په داسې حال کې چې څوارلسمۍ سپوږمۍ به ټوله سیمه رڼا کړې وه د سوما(هوما) بوټی ټولوو. دغو نیمزالو او پیمخو پېغلو به سندرې هم ویلې  او نڅېدلې به هم.

کله به چې بوټی  ټول شو نو بیا یې د هغه ؛زوخا؛ له شیدو او شاتو سره ګډوله د جشنونو او خوښیو د دودونو په نمانځنو کې به یې دغه شربت څښه. نو ځکه خو په ویدي سرودونو کې دغه  کلیمه د ؛سوما؛ په نوم او په اوستایي  ؛یشتونو؛ کې د هوما په نوم راغلې ده.

همدارنګه زموږ په لرغوني هېواد کې د لرغونو اریایانو په مهال یوه مشهوره اولسي کیسه چې نه یوازې په ویدي سرودونو او اوستا کې د هغې یادونه شوې بلکې د سکندر د تشریفاتو ریس ؛خارس میتی لینی؛ هم د دغه عشقي داستان اوکیسې یادونه کړې ده.

دغه کیسه د ؛زریادریس؛ او ؛اوداتیس؛ په نوم یادیږي چې په ویدي سرودونو کې داسې هم راغلې چې ګنې  دا کیسه په ؛ګومل؛ کې تېره شوې ده خو په اوستایي متونو کې ؛زریادریس؛ ؛زریران Zariran   کښل  شوی دی. کیسه داسې پیل کیږي:

؛وایي چې زریا دریس یو پیاوړی ځوان وو چې ښکلې ځواني یې لرله او ؛اوداتیس؛ هغه پیمخې پېغله وه چې ساری یې نه لیدل کېده. دا د یوه پاچا لور وه چې نوموړی د ساس یعنې ساکانو پاچا وو.

دوی دواړو په خوب کې یو بل سره لیدلي وو. ډېره موده یو د بل پسې ګرزېدل خو د دیدن قسمت یې نه وو. نږدې وو چې زریادریس د ښکلې  اوداتیس څېره هېره کړي چې یو ناڅاپه داسې حال کې چې ښکلې جامې یې په تن کړې وې د یوه جشن په مراسمو کې  سره مخ شول.

دا کیسه دومره  مشهوره وه چې ددې دواړو مینانو انځورونه  او تصویرونه  د لمانځنو په دېوالو او د سلطنتي ماڼیو کې د ښکلا لپاره په ماڼیو کې کښل شوي وو.

؛خارس ؛کاږلي:  چې په اسیایي ټولنو کې دې کیسې دومره شهرت تر لاسه کړی وو چې د هرې پېغلې او ځوان په خوله کې وه.

له دې څخه ښکاري چې دسکندر له مهال نه ډېر دمخه دا ډول عشقي داستانونه او کیسې  په ؛ویدي؛ زمانه کې موجودې وې چې انګازه یې د سکندر د تیري تر مهاله په لرغونو اریایانو کې پرته وه چې ان بهرنیان پرې خبر شوي وو.

لکه څنګه چې بهرنیان زموږ د اولسي کیسو په اړه پوهیږي او ښایي چې بهرنیو ادبیاتو ته یې هم لاره پیدا کړي وي. همدارنګه ځنو بهرنیو اولسي کیسو هم زموږ په اولسي ادب کې خپلې اغېزې پرې ایښي دي . له بده مرغه چې یو شمېر هېوادونو زموږ  د وطن میتولوژي غلا کړې هم ده. د بېلګې په توګه د بهرام ګور کیسې زموږ د اولس مال دی چې ریښتنې بڼه یې ؛بهرام غور؛ دی  خو ایرانیانو بهرام ګور کړی دی. همدرانګه  دا لا  په بشپړه توګه سپینه شوې نه ده چې د لیلی او مجنون ، ویس او رامین ،خسرو او شیرین او دا ډول نورې کیسې چې اوس زموږ  په اولسي ادب کې وړ ځای لري له کوم ځایه خپرې شوي دي؟ خو بېلابېل اولسونه په دې  ټینګار کوي چې ګنې دغه اولسي کیسې د دوی د اولس مال  ګڼلی شي !؟

 
بېرته شاته