لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د خوږ ژبي شاعر بشرمل ناصر شاعري ته یوه لنډه کتنه
لیکوال: محمدالله ارین احمدزی   نېټه: 23.05.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د دې سره سره چې شعر او شاعري د هرې ژبې د ادب یوه لویه برخه جوړوي او ډير مینه وال او لوستونکی لری همداسې یې شاعران او د دوی ځایونه، سبک او شعري ښکلا هم بیله بیله وي. که چیرې په پښتو ادب کې د امیر کروړ له بوللې او بیا تر لوی خوشال خان بابا او ستر عبدالرحمن پورې راشو د هر یو شر او شعریت بیل خوندونه او ذوقونه یې بیل بیل دي. د هر شاعر شاعري بیل اثر او بیل خوند لري او لوستونکي د هر شاعر ژبه بیله بیله خوند ورکوي د بیلګې په ‌ډول که چیرې وګورو هر شاعر زلفې ستایلي دي او ستايي یې اویا د هیواد، خلکو او خپل سره مینه ستايي خو د هر یوه ستاینه بیل خوند او رنګ لري.د ښاغلي بشرمل ناصر شاعري ډيره خوږه زړه راښکونکې او خوندوره ده، کنایې استعارات یې په بیا بیا لوستلو ارزي او سړي ته هر ځل ځانګړی خوند ور بخښي، د خیال پرواز داسې زده کړی دی لکه باز چې لوړې او ژورې ورته یو شانې وي. شعر یې په زور نه بلکه د یو تاثیر او یوه لامل له امله لیکلی دی هرڅه یې له ټولنې څخه را اخیستي دي او ټولنې ته یې د خیال او کنایو په ژبه ډير په خوند وړاندې کړي دي.په شعر کې یې هنري او دابي اړخ ډیر ځواکمن دی او د شعر ژبه یې خوږه او روانه ده. په شعر کې یې انساني مینه له ورایه ښکاري.د دې سره سره چې د دې شاعر ( په کاڼي زړه کې تنده) لومړۍ شعري ټولګه خو د شعر هنري اړخ یې پوخ ښکاري.ښاغلی بشر مل د شعر او شاعري تر څنګ کله ناکله لنډې کیسې هم لیکلي چې کیسې یې هم ډیرې خوږې وي او ژبه یې ساده روان وي.
د شاعري په برخه کې یې ډيرې پاکې او سپيڅلې مینې د ورایه ښکاري او تل یې د پښتون قوم دښمن ته پهس پکه کتلي دي خو د دې تر څنګ یې د خپل پښتون قوم په ځينې ناسمو کړونو هم ګذارونه دي. پیغام یې تل سوله، مینه، ورور ولي او ښه چلند دی.
د بیلګې په ډول:
د صداقت په لوري زړونه بدګمانه نه شي
ماته د ژوند ښکلي وختونه بدګمانه نه شي
دا د خوږې ژبې علت راته اسمانه ښکاري
وبل وګړي ته فکرونه بدګمانه نه شي
په دې شعر کې ده د خپل صداقت څرګندونه کړې او وايي چې زه چې دا دومره صداقت کوم هسې نه څوک را باندې بدګمانه نه شي او د دې بدګماني ډیرې بیلګې موږ لیدلي هم دي چې ډير د کار سرونه یې له ځانه سره پناه کړي دي او دی وايي چې زما صداقت یوازې د خپل قوم او ژبې لپاره دی د بل چا د صداقت مخه نه نیسم هسې نه چې بد ګومانه شي.
او یا داچې وايي:
د وخت کافر بې عقیدې راته قرآن ښکلوي
په ګناهګارو شونډو پاڼې د جانان ښکلوي
دا د غضب له اوره نه دی په کراره وطن
څو به زخمونه د شهید هر یو افغان ښکوي
د دې شعر څخه یې ډيرې مانا وې اخیستل کیدی شي چې هر څوک کولای شي د خپلې خبرې د تضمین لپاره یې ډير ځایه وکاروي ښکلې استعارې او کنایې پکې شتون لري او د دې شاعرې دې ورته ډيرې نورې غزلې هم د دې وړتیا څخه خالي نه دي.
که چیرې د دې شاعر شاعري ته ښه ځير شو د ده د شعر ازانګه او غوښتنې د یو عام افغان او بیا هر پښتون غوښتنې دي ځکه د ده کرکه د جګړې، وسلې، بی اتفاقي..........څخه ده او مینه یې له ورور ولي، سولې، قلم او علم.......... سره ده چې دا مینه د انسان له پيدایښت څخه د هر انسان په زړه کې شتون لري. د دې شاعر د شعر ژبه روانه ده تل یې کوښښ کړی چې ژبه یې روانه وي او لوستونکې پکې وو نه نیښلي. چې دلته یې زه یوه بله بیلګه راوړم:
چې وايي:
ګورۍ چې اتڼ د مینې وانه چوی کلي کې
دیرش تنه د کور سره د زوم تر خاورو لاندې شو
د دې شعر مانا ته که په ژوره توګه وکتل شي ډيرې ناخوالې د سړي سترګو ته دریدی شي او ډيرې اوښکې د یو چا له سترګو بهولی شي. وګوری په دې شعر کې یې غم او خوښي سره تضاد څنګه په ښکلې هنري ژبه واقع کړي دي او څنګه یې دا  دوه د دنیا په سر سره تړلي شیان اوبدلي دي. د دې شاعر یو بل نظم چې خدای شته په ځانګړې توګه زما ډير خوښ دی او د داسې څه څخه کرکه پکې شتون لري چې که چیرې هر پښتون د هغه څه څخه چې ده د شعر په ژبه ویلي دي کرکه وکړي د پښتون په ژوند کې به روانې نا خوالې هیڅ پاتې نه شي. هغه دا ده چې وايي:
سور نغری حیات شو لا یې کرکه د زړه نــــــــه وزي
سم لښکریې مات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــه وزي
ولاړ به شمه کلی د جانان به یوځل ښکـــــــــــل کړمه
کور کلی میراث شو لایې کرکه د زوه نــــــــــه وزي
لایې د وختونو ارمانونه زړه کې پاتــــــــــــــــــې دي
ګل ورته کلات سو لایې کرکه د زړه نـــــــــــــه وزي
پاڼې د قرآن یې په سکروټو کې ایــــــــــــــــــــره کړلې
وران ښکلی جومات شو لایې کرکه د زړه نــــــــه وزي
چاتوپير را وستی په مذهب او په پـــــــــــــــــښتو کې ده
سرې سکوروټې سوات شو لایې کــــــرکه د زړه نه وزي
غواړي چې کابل او پيښور دواړه دې ځـــــــــان کړي سم
هرڅه مو خیرات سو لایې کـــــــــــــــرکه د زړه نه وزي
تور لوګي لا ګرځي هاغه برکلي کې وینـــــــــــــــــــــــمه
درد او غم مې زیات شو لایې کرکـــــــــــه د زړه نه وزي
چاته بشرمله اوس د سوال لمــــــــــــــــــــــــــنه ونیــــسم
اور شرین ولات شو لای ېکرکـــــــــــــــــــــه د زړه نه وزي
د ښاغلي بشرمل ناصر په دې ښکلي غزل کې دا کښته څو بیته ډير د غور وړدي چې هرڅوک کولای شي ډيرې او هر اړخیزې ماناوې تر واخیستلای شي ځکه چې ده کرکه داسې انځور کړې ده چې ډيره ښکلي چې یوازې د ده په دې شعر څو خبرې کول غواړم،
پاڼې د قرآن یې په ســـــــــــــکروټو کې ایره کړلې
وران ښکلی جومات شو لایې کرکه د زړه نه وزي
دلته د ښاغلي شاعر په دې شعر کې هغه ناخوالې چې د دې وطن او دین د دښمنانو لخوا څه وشل او لا کیږي او تل د دې قوم او د دې قوم د دین او عنعنې څخه کرکه کوي او په یوه او بل نوم یې وژني او داسې ډنډورې یې پيل کړي دي چې هیڅ ګومان یې هم نه کیده او داسې ډيرې پيښې په دې هیواد کې شوې دي چې یادول یې ډيره لویه خولو او غټ زړه غواړي.
چاتوپير را وستی په مذهب او په پښــــــــــــتو کې ده
سرې سکوروټې سوات شو لایې کرکه د زړه نه وزي
دلته هم د پښتنو پر وړاندې هغه ناخوالې چې په یوه او بل نوم د دې قوم پر وړاندې په لره او بره پښتونخوا کې تر سره کیږي نو د دې قوم او په مذهب کې هیڅ توپير نشته که چیرې د دې قوم دښمن دا خیال وکړي چې زه به لره پښتونخوا کې په چا ظلم وکړم نو بره پښنخوا به را څخه کرکه ونکړي دا نو هیڅ امکان نه لري او کیدای نه شي چې داسې څه ووشي چې د دې قوم ترمنځ د بیلتانه لامل شي.
د دې شاعر په شاعري که هر څومره سړی وغږیږی غږیدی شي ځکه مبالغه به هم نه وي خو زه ده ته د نوي چاپ شوي لومړي شعري ټولګې (په کاڼي زړه کې تنده) د چاپيدو مبارکي وایم او د ژوند هره برخه ورته له شعري خیال او پښتني احساس څخه ډکه غواړم. د پښتو ژبې د دې وتلي او تاند شاعر د لا بریا وو په هیله.

د ارین احمدزی ویب پاڼي نه مننه

 
بېرته شاته