لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
دهلمنددآزادوخبريالانوټولنه
لیکوال: دآزادوخبريالا   نېټه: 19.04.2010   خپرونکئ:    

دلښكرگاه دايمرايجنسي ددريوتنوايټالوي كاركوونكودخوشي كولوپه اړه دهلمنددآزادوخبريالانواعلاميه.
داچې تيره اونى په لښكرگاه ښاركې دايمرايجنسي روغتون څخه دامنيتي ځواكونولخوادځانمرگوبريدكوونكوواسكټونه اويوه اندازه چاوديدونكي توكي ونيول شول چې په همدې تړاوددې روغتون درى ايټالوي(ماركوگرانتي،متيواومتيو)اوشپږتنه افغان كاركوونكي ونيول شول خوله يوې اونى وروسته دمركزي دولت لخوابيرته خوشي اوپه ډاگه يې كړه چې نيول شوي ټول كسان بيگناه وو.
خودهلمنددآزادې ټولنې ټول خبريالان دهغه راپورونوپه كلكه دفاع كوي چې داړوندې موضوع په اړه يې له لومړى ورځې بياترنن پورې خپاره كړي دي خوخواشيني په دې څرگندوي چې ځايي چارواكونيول شوي ايټالويان دافغان خبريال اجمل نقشبندي اودهغه دموټرچلونكي سيدآغاپه وژنه كې هم ښكيل وبلل خوپه كابل كې هغه ټولنې چې دآزادوخبريالانوپه نوم رامنځ ته شوې دي دې موضوع ته يې هيڅ پاملرنه ونه كړه.
كله چې په نوموړي روغتون كې چاوديدونكي توكي نيول كيدل دهلمنددآزادوخبريالانواستازى له امنيتي ځواكونوسره يوځاى تللى واوهرڅه يې پخپلوسترگوليدلي دي اوله هغه وروسته دهلمنددخبريالانولخواددې نيول شووتوكوتصويرونه په رسنيوكې خپاره شول .
خودخواشينى ځاى دادى چې دكره شواهدواوثبتونواواسنادوسره سره درى ايټالويان دځايي ادارې لخواونيول شول اومركزي دولت بيرته خوشي كړل اوس زموږگيله په كابل كې دآزادوخبريالانودټولنوڅخه داده چې دوى لږترلږه چې داجمل نقشبندي اودهغه دموټرچلونكي دحقوقوغوښتنه ونه كړه اوبل دافغان مركزي دولت څخه چې څنگه ددوى تحقيقات بشپړشول اوپه څه ډول دوى بيگناه ثابت شول؟هيڅ معلومات په ډاگه نه كړل.
په داسې حال كې چې كره شواهداواسنادټولې نړى وليدل.
په همدې حال كې دهلمنددخلكوغوڅ اكثريت په دې انددي چې ډيرى تروريستي فعاليتونه خيريه ادارې په لاره اچوي اوغوښتنه كوي چې كه ايټالويان ديوې اونى په اوږدوكې خوشي كيږي خودهغه افغانانودخوشي كولوپه برخه كې دې هم همداسې چټكتيارامنځ ته شي چې په بگرام،گوانتانامواوپه نوروگاونډيوهيوادونولكه دايران په زندانونوكې دبندشپې ورځې تيروي اوداعدام سزاته شيبې شماري.
په پاى كې دهلمندآزادخبريالان،عام خلك اودنظرخاوندان له افغان دولت څخه غوښتنه كوي چې په نوموړې موضوع له سره غوروكړي اوپه ايمرايجنسي كې له ايټالويانوسره نيول شوي اسناداوشواهدله پامه ونه غورځوي.

په درنښت
په هلمندكې دآزادوخبريالانوټولنه

 
بېرته شاته