لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
په روسیه کي په سانکت پترس بورګ په ښار کې د ارواښادکبیرستوري یادغونډه
لیکوال: عبدالمحمد محبوب   نېټه: 10.04.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د ۲۰۱۰  زېږ ديز کال داپرل دمياشتې په ۱۳ نيټه دروسيې فدراسيون دسانکت پتر بورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (دافغانانو شورا) له خوا دهېواد پياوړي عالم ، سياس او ټولنيز شخصيت خدای بښلي دکتور کبير ستوري په ياد يوه درنه ادبي غونډه نيول کېږي.
په سانکت پترس بورګ کې ددکتور کبير ستوري ټولو مينه والو ته خبر ور کول کېږی چې په نوموړي غونډه کې ګډون وکړی .
په دغه ادبي غونډه کې دخدای بښلي ستوری په ژوند ، مبارزه ، شاعري او علمی ـ ادبي تخليقاتو باندې بحث او مقالې لوستل کېږي .
دغونډې اساسي موخه دستر کبير ستوری له اند او فکر سره دافغانانو پېژندګلوي ده .
که دنورو هېوادونو څخه زموږ ګران هېواد وال غواړي دغه ادبي غونډې ته خپل پيغامونه واستوي کولای شي په لاندې پتو خپل ليکونه را واستوي ، دغه پيغامونه به دغونډې جوړوونکو له خوا ګډونکوونکو ته ابلاغ شي .
په درناوی .
په سانکت پترس بورګ کې دافغانانودشوراله خوا
بريښنايي پتې :
mahbub600@gmail.com
mahbub@bk.ru
hendara@mail.ru

په سانکت پترس بورګ کې دغونډې دجوړېدو ځای :
ګروخاوایا ۴۱ دګريبایېدوف کتابتون .
ул. Гороховая,Д.41 библеотека имени Гребаедова
وخت او نيټه : داپرل دمياشتې ۱۳ دمسکو په وخت دماښام ۱۸ بجې

 
بېرته شاته