لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
جهاني بیا به یې څښو
لیکوال: محمدامین بسمل   نېټه: 07.04.2010   خپرونکئ:   سمسور  

ډېر درنو او قدرمنو لوستونکو!
شاوخوا درۍ میاشتې دمخه مې دتاند په ویبپاڼه کې په یو شعر سترګې ولږېدې چې قدرمن  جهاني صاحب  ته پکې داسې خطاب شوی و:
مودې وشوې چې  پښتون خيامه نه يې
خداى دې وكړي  په تن  روغ اوسې اوښه يې
مانا د پښتون خیام خطاب  ورته شوی و.
دهغه محترم شاعر دې کور ودان وي چې زموږ دګران جهاني صاحب  پوښتنه یې کړې وه، جهــانی صاحب  هم  په  خپل وار ورته  په  شعر ځواب  ورکړی  و کله  چې ما د جهاني صاحب  شعر ولوست   ډېر زیات  ورته  خوښ  شوم  بیا مې له  واره یو نظـم  ولیکه، تاند ته مې ولېږه  خو تاند هغه نظم  خپور نه کړ  دا د دوی  خپل نېت او کار دی  په  هر صورت  بې چرګه به  هم سبا شي اوس مو زیات وخت نه نیسم دا دی هغه نظم قدرمن جهاني صاحب اوتاسودرنو لوستونکو ته په لاندې ډول سره وړاندې کوم :

جهاني بیا به یې څښو


دخیام غږ مې تر غوږ شو  رسوم ځان میکدې ته
عبادت مې قضأ کړی دی  ورځم نوې سجدې ته
لا یو څاڅکی به په خم کې ورپرې نه ږدم ساقي جان ته
څو له ځانه شم بېخوده والوزم اووم  اسمان ته
ښه ډېر کاڼي به لمن کې خېژوم راسره پورته
ووروم به دغه کاڼي دمکار زاهد ولور ته
دهمدې بدمرغ په قبر به نن داسې غوبل جوړ کړم
دکلو کلو ډک شوی زړه به ښه ورباندې سوړ کړم
بدمستانو ته به وایم دا شېخان نه شیطانان دي
دا یې موږ ته دي ټاکلي   دلستوڼي برګ ماران دي
دا خو دوی لکه کونګان  وو زموږ جوړ کلی یې وران کړ
پسرلي یې راشهید کړ ل هر ګل بوټی یې خزان کړ
چې معلم اوطبیب ویني غوڅوي  ځینې  سرونه
نه مو لاس کې قلم غواړي نه مو څنګ کې کتابونه
دا دجهل قاصدان دي دپېرنګ تورې لښکرې
ځکه ګرزي موکوڅو کې  وړې خویندې سر ببرې
درباب نغمه خاموشه  لر او بر تندر وهلی
زموږ کلي ته یې زوړ مفتي  وراني  ته  رالېږلی
د ریا تسبیح  په لاس څومره په مکر مکر ژاړي
که لرې او که یې نه لرې لسمه درنه غواړي
نور یې ټول پرې تار او مار کړل  دوی  لا غوړه خېټه کرزي
نه یې لاس مات نه یې پښې نه په دا  روو  داړو  پرزي
ورځ تر بلې دقدرت  پوړو ته خېژي  نازولي
زموږ نه دي دا اغیار دي  را شنه کړي او روزلي
اوس به بېرته له اسمانه  شم  راستون  دځمکې سر ته
دمینا غاړه به تاو کړم څه به تویه کړم ساغر ته
بیا به زېری په  رندانو وکړم  ټول به  راخبر کړم
دا ماښام  به د جامونو په کړنګا کړنګا سحر کړم
ولې نه ولې یې نه څښم نن خیام بیا خوځېدلی
بیا یې اور له سینې ایستی بیا یې نوی شعر لیکلی
مودې وشوې  غږ  یې نه و پسې ډېر وم فرېشانه
شکر خدایه چې لا خوځي  شوې مې سترګې پرې  روشانه
خدایه غم یې مه  راوینه  رنځ  یې کوچ  په غرو رغو کړه
دصحت جامې ورواغونده فارغ یې له  دردو کړه
محفلونه  مو تیاره دي بې څراغه  شپه سبا شي
پیر مو را ولې  خالقه چې تیارې رڼا رڼا شي
جهاني در یادوم چې هم پانوس او هم څراغ دی
هم بورا دی هم بلبل دی زېب  زینت  زموږ  دباغ دی
دزمان څپوله خپلې سیمې وېوړ بلې خوا ته
طوفانونو تسلیم نه کړ لا خواري کړي پښتونخوا ته
تل مدام یې په دا خپل مظلوم ولس زړګی خوږيږي
وايي اورئ  غږ مې اورئ  پښتنو بېړۍ  ډوبیږي
خوغافل قام مو دبل په لمسون وژني وروڼه خویندې
کوڅې ډکې له یتیمو نه یې پلار شته نه یې میندې
له خپل لاسه په خپل کور کې لاس تر زنې لاس تړلي
په عزت یې لوبې کیږي لا پراته دي لکه مړي
دلېوه په غار کې اوسې جهاني صیب ګوزاره کړه
شمله ور چې  را تنظیم کړو بیا یې هله ننداره کړه
خدای دې تا راته لا هسک لري په موږ ګرانه امامه
چې پیاله او مستي ورنه کړې  له لاسه  ستر خیامه
دا که نن وي که سبااو که یو څو ورځې  لا بیا وي
دغه ملک به له اټکه تر امو زما اوستا وي
نا بللي به ورکیږي  را به شي نوي وختونه
تل به نه وي داحمد په خونه داسې تالانونه
له څلوېښتو زیاتې سپۍ دي  نن زموږ کلي کې لنګې 
هم انګړهم موبامونه هم کوڅې ورباندې  تنګې
دا به وشړو له خیره نه بې پل وي او نه ټاپي
موږ یې نه غواړو اختیار یې خپل په هر ملک کې چې غاپي
دایوب او داکبر روح به په قبر کې هوسا کړو
 له ستم څخه چې خلاصه زموږ ښکلې  پښتونخوا کړو
جهاني بیا به یې څښو بیا به هی هی وي اتڼونه
نن بسمل سوګند اخیستی تش به نه کړي دا جامونه

 
بېرته شاته