لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
صديق كاوون د ((ونو د مرگ)) په موسم کې
لیکوال: اكبر كرگر   نېټه: 22.03.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د كاوون توفاني پخوانيو شعرونو زموږ د نسل په ذهن كې يو داسې ذهنيت ايجاد كړى، چې كله څوك د كاوون توفاني نوم اوري. ارومرو چې انقلابي، له ولولو ډك او له جوشه ډك شعر ورته په ذهن كې تداعي كېږي. ډېرو هغه د جگړې د دوران او د انقلابي غورځنگ شاعر او ترجمان بللى دى، خو كله چې زمان تېرېږي او وخت د اوس مسالې په پرون شميرې، نو واقعي، حساس، شفاف او د ننليد ((درون گرای)) شاعر هم ډېرو تأملاتو او اندېښنو ته رابولي.
خبره د كاوون په وروستيو شعرونو كې ده. د هغه د ((كله چې ونې مري)) شعرونه په واقعيت كې داسې څه تر سترگو كوي او داسې خبرې په ذهن كې ايجادوي چې تېر يادونه يا ماضي كې خو هډو نه وې، خو په حال كې د هغو سپړنه او شننه لږ څه پېچلې برېښي.
 غواړو كاوون د ((سپرغيو)) په موسم كې نه، د ((تيږو د ذهن)) په موسم كې هم نه، د ((شگو او گلونو)) په موسم كې هم نه٬ او همدارنگه په ((وروستي ټكې)) كې ونه گورو، بلكې دا وار يو بل كاوون د تېر پر تجربو را ولاړ شوى او راهست شوى كاوون٬ ځلمی كاوون، خو د نويو تأملاتو او افكارو سره كاوون وگورو.
رښتيا خبره خو دا ده چې ما د كاوون دغه شعرونه چې د ((کله چې ونې مري)) په ټولګه کې راغلي، ترمخه نه وو لوستي. د دې سبب دا وو چې يو خو كله چې دا ټولگه چاپ شوه. په افغانستان كې حالات  خراب شول. بله دا چې دا ټولگه يو څه وخت تر سانسور لاندې وه. سره له دې چې هغه مهال كاوون د اطلاعاتو او كلتور د وزارت مرستيال وو، خو ټولگه يې د همدغه شعرونو له امله څه وخت په دولتي مطبعه كې د دولتي امنيت د وزارت  د اووم رياست له خوا قيد وه.
 بله خبره دا هم ده چې كاوون شاعر دى، خو هغه داسې شاعر نه دى چې هر چا ته د شعرونو كتابچه په هره څلور لاري كې راوباسي او خپل شعر ورته ووايی. دی په رواني لحاظ يو ډول introversion شخصيت دى. داسې  چې نه غواړي د نورو شاعرانو په څېر ان  په غونډو او مشاعرو كې گډون وكړي او خپل شعر ووايی.
ځكه خو كاوون د شهرت له پاره شعر نه وايی او نه خو دې ته اړ دی چې هرې مجلې او ورځپاڼې ته شعر وركړي او يا د شعرونو په غونډو كې گډون وكړي. ځكه خو د ده په باب د لوستونكو نظر او تصور د يوه سياسي شخصيت او بيا شاعر په باب تصور دی، نه د يوه عصيانگر شاعر په باب تصور. خو د دې له پاره چې په اوسني شعري پړاو باندې متمركز شو. لږ څه اړه ده چې د كاوون د شعري تكامل او ودې په باب څه ووايو. په لنډ ډول كه ووايو د كاوون په شعرونو كې درې پړاوونه ليدلى شو:
لومړی پړاو:
په پنځوسمه لسيزه کې كاوون د حقوقو په پوهنځي كې وو او زه هم د ادبياتو د پوهنځي د فلسفې او ټولنيزو علومو څانګه كې په زده كړه بوخت وم. زموږ ټولگي سره په يوه دهليز كې وو. زياتره وخت به مو په تفريح كې له يوبله سره ليدل. ده به خپل شعرونه راته ويل او ما به هم ورسره كيسې كولې. د كاوون د شعر او زلميتوب د ادوره د رنگينو خيالونو دوره ده. په دې دوره كې هغه د معاصر ادب سره اشنا شو. د پښتو او فارسى ژبې له اثارو سره. ځكه چې د لغمان په نسبت په كابل كې دغه فرهنگي امكانات زيات وو. له بلې خوا هغه د يوه بيدار او اگاه روښانفكر په توگه په سياسي غورځو پرځو هم بوخت وو. هغه مهال  د هېواد معاصر او نوښتگر شاعر سليمان لايق د ټولو كيڼ لاسو روښانفكرانو ذهن په شعري لحاظ تر خپلو وزرو لاندې نيولی وو. د كاوون په شعر هم دغه اغيزه په هغه وخت كې موجوده وه. دا مهال كاوون تر زياته حده غزليزه شاعري كوله او د نوي شعر تجربو ته لا نه وو رسيدلی. نوموړي خپله لومړۍ تولگه په ۱۳۵۹ كال كې چاپ او د اطلاعاتواو کلتور وزارت د سنایيجايزه يې هم واخېسته. دا مجموعه تر دغه وخته يا د دېموكراتيك حاكميت تر جوړېدو پورې د شعرونو نماينده گي كوي.
دويم پړاو :
د چا خبره د ا خ  د ګ د حاكميت دوران دى. په دې دوران كې كاوون په شعر كې نوې تجربې ترلاسه كوي. دا مهال نه يوازې د لايق صيب  اغېز شته، بلكې د ډېرو اثارو مطالعې ته يې لاس رسېږي. مشهور ايرانی شاعر سياوش كسرايي چې دا وخت په كابل كې وو او کله نا کله به مو ورسره گډه ناسته پاسته کوله. همدارنگه د نورو شاعرانو اثار لكه اجمل خټك او نورو مشهورو شاعرانو له تجربو يې  گټه واخېسته، خو هېڅكله لكه څنگه چې د چا د خبرو تر اغېز لاندې نه راځي او نه خو د چا خبره په شدت ردوي. داسې د چا شعر هم نه كاپي كوي، بلكې ډېر څه د خپل ذهن له صافي تېروي او د يو نوي خلاق اثر په توگه يې وړاندې كوي. زه د دې ادعا له پاره زيات دليلونه د كاوون په اثارو كې وينم چې په خپل ځاى کې به پرې  خبرې وكړم.
د كاوون د دې دورې شعرونه د تيږو له ذهن، شگې او گلونه او ورستی ټكى دى چې د شگې او گلونه او وروستی ټكى د چاپ وياړ يي لرم، خو د وروستي ټكي  شعرونه  د تېر او اوسني پړاو تر مينځ پل دی. په دغه مجموعه كې يو لړ داسي شعرونه شته چې د حماسي او عاطفي چلند او مخامخ كېدنې پرځاى په كې فلسفې -  تأملاتي بهيرونه ليدلى شو .
درېيم پړاو :
دا هغه پړاو دی چې د وروستي ټكي او په افغانستان كې د جنگ د شدت ،د شوروي ځواکونو د لاسبرۍ او د كډوالو د زياتېدو په پړاو كې كېږي. دې پړاو كې شاعر هغه پخوانى انقلابي او ايديالوژيكه څيره  نه ده، بلكې وروورو د ده په شخصيت كې نوي عناصر ځاى نيسي. پر مسايلو له سره فكر كوي. سره له دې چې د ده پوزېشن عادي نه دى، خو دې خپله خبره په شعر كې كوي.
په دې اساس د شاعر په شعر كې دوه بعدونه ډير څرگند دي. يو يې د مضمون او محتوى له مخې او بل يې د شكل او فورم له مخې.

۲
څرنگه د مضمون او محتوی له مخې ؟
سياوش کسرايي د نيما په باب ليکي: هغه څه چې د نوموړي د شاعرۍ سبب دي، هغه مينه، درد، جنون، هيله، رنځ، هوس او يا هغه سحر او افسون دى چې دغه احساس او عاطفه او يا دغه خاص ليد هم وجود لري.
بل د هغه تخييل دى چې بېلابېل تعريفونه لري، ځينو هغو ته د طبيعيت انساني کول وايی، خو ځېنو هغو ته د انساني ذهن هڅه او د تازه او نويو او پټو او ښکاره روابطو پيدا کول ويلي دي)). (۱۴۲ مخ مرغ امين) دې کې شک نشته چې کاوون د يو لوړ تخييل او يو عالي خو پټ او بوگنوونکي جوش خاوند دی.
د كاوون د وروستي ټكي له ټولگې وروسته شعرونه د ياس، خفگان، نهيلۍ، خمار، د ژوندانه د بې مانا والي او له خنډونو سره د مخامخ كېدنې تصويرونه  لري. په دې شعرونو كې هغه هېڅكله يو داسې شاعر چې د راتلونكې په وړاندې خوشبين وي نه دی، بلكې د هغه د ليد په افق كې په شعر كې وريځې پلنې دي. د سرپو او باروتو دندوكار نيولي دي. د رڼا څرك پكې لږ برېښي او يا دا چې هغه د يو ډول ثنويت او د والېزم سره مخامخ دي. 
خو هغه هېڅكله پخوانى له ولولو ډک او د راتلونكي په وړاندې خوشباوره او سېمپاتيك شاعر نه دى. نوموړی په راتلونكي اُفق كې نېكمرغي نه ويني، بلكې د هغه شعر د ناورين له پاسه د ناورين خبرتيا وركوي. د هغه د ليد شفق د بوډۍ په تناره سور نه دى، بلكې هغه د وينو سېلاب او د باروتو دندوكار گوري. په مجموع كې هغه جنگ غندي او د جنگ په غدۍ نفرت وايی.
د هغه په شعري شكل كې هم موږ بدلون وينو. هغه د غزل پر ځای د نظم پرځای زيات نوی شعر او ازاد شعر وايی، خو په دغه شعرونو كې شعار نه وركوي. هڅه كوي چې هر څه د سمبول او تصوير په ژبه ووايی:
كله چې ونې مري په ټولگه كې موږ د غزل په فورم کې څو شعرونه وينو، هغه هم ډېر لږ ليريك او عاشقانه دي. نور زياتره شعرونه يې تصويرونه او انځورونه او تمثيلونه دي.
شاعر په دې موسم كې يو ډول فلسفي يأس او نهيلېزم تمثيلوي. په هماغه اندازه چې د خپل شعر د ځوانۍ په لومړيو كلونو كې لېواله، خوځنده او په راتلونكې باندې د ډېر ټينگ باور لرونكی وو. په دې موسم كې د يأس او بې مانا والي سره مخ دى . په دې تمثيلي شعرونو كې د شاعر سمبولونه هم فرق كوي. دی اوښكې، غريو، فرياد، لوخړې، لوگي، اورونه، ستوري، شپه او سترگې، څاڅكي، يوازېوالی٬ شوگير، مرگ، په شنه سهار كې، رنگونه، خړ، سور، تور، سپين او شين، غل، سره او زيړ بادونه، د ملخو موسم، د ونو مرگ، پسرلى، ژمى، خړ باد، د شگو كاروان، غنم او مڼه، اسطوره، د لمر اواز، درواغجن بهار او داسې نور سمبولونه كاروي.
په دې اساس اوس لږ څه د فلسفې او ارواپوهنې په رڼا کې د شعر او سمبول په باب يو څو خبرې کوو او وروسته بېرته د کاوون د شعرونو په اړوند خپلو خبرو ته راگرځو.
دلته د مشهور فيلسوف هگل خبره لږ څه شنو چې وايی:
د هگل په باور شعر نژدې د ټولو مادي شرايطو څخه ځان ازادوى. او په دې ډول د نورو هنرونو په پرتله  د روح د بيانولو وسيله گرځى.
په دې هنر کې د مادى خبر، رنگ، حرکت او رڼا او نور نشته. شعر د عواطفو، افکارو، درونى او معنوى پېښو د ښودلو له پاره يوازې په کليماتو او تاکيداتو باندې د اوازونو (الحان) له پاره وسيله کېږي  او په دې ډول د شعري دريځونو ډولونه په ډېره ښه توگه د ښکلا امر کېدونى کوي.
شعر د هغه ازادۍ په سبب او هغه خاص کليت چې لري يې د نورو ډېرو هنرونو څخه تر مخه ځى او له نثر نه هم وړاندې او پورته ځي.
 د هگل په نظر شعر د علم او فلسفى پر خلاف  فردي او ځانگړو  چارو ته پام کوي، خو په يوه بشپړ شعري اثر کې دغه جزييات د کُلي واحد په توگه رامينځ ته کېږي. هر ډول شعر خاص نظام لري، لکه يو حماسى شعر د غنايي شعر په توگه مينځته نه راځي. له شعر څخه هدف د يوې تاريخي پېښې بيان نه دى. ځکه چې شعر د علم په توگه نه شي کولی رامينځته شې او د يو شي انتزاعي ماهيت بيان کړي. (۱۲۹ – ۱۳۰ مخونه) دربارهء فلسفهء هگل
خو د هگل په  نظر شعر له سمبول سره سروکار لري.
په ښكلا پېژندنه كې سمبول له هغه څه څخه عبارت دی چې د خاص او ځانگړې مانا سربېره په يوبل شي په خاص ډول په يوه معنوي مضمون چې كاملاً د تجسم وړ  نه وي دلالت  وكړي. سمبول امكان لري طبيعي وي لكه نوريا رڼا چې د حقيقت سمبول دی يا سنتي يا قراردادي وي لكه صليب چې د فداكارۍ سمبول دی، خو كارل گوستاويونگ د سمبول  ارواپوهنيزې ريښې راسپړي او ليکي:
((انسان د هغه څه د مانا له پاره چې غواړي څرگند يې کړي ٬ د کيلماتو په ويلو او ليکلو پيل کوي. ژبه د سمبولونو ډکه ده، خو اکثر نښې او تصويرونه چې دقيق توصيفي اړخ نه لري ترې کار اخېستل کيږي. له دوى څخه ځېنې يوازې هغه لنډ علايم او يا د کليماتو لومړۍ لړى ده چې د تجارتي نښو يا د ثبت شويو داروگانو يا نښو يا پټۍ باندې کارول کېږي.
يونگ زياتوي چې هغه څه چې موږ يې سمبول بولو هغه د يوې گړنې يو نوم يا يو تصوير څخه چې امکان لري داسې تصوير چې د ورځني ژوندانه سره اړه ولري او د ښکاره او معمول مانا سربېره  يوه تلويحي او ځانگړې مانا هم ولري عبارت ده. سمبول له موږ څخه يو پټ او ناپيژندل شوی شى دى. ((د مثال په توگه د کرت په يوه تاريخي ودانۍ  کې دوه سرې تيشه رسم شوېده. دا موږ پېژنو، خو په سمبوليکه مانا يې موږ نه پوهيږو)).  ( انسان او سمبولونه  ٬ ۲۳ مخ )
د يونگ په عقيده يوه کليمه يا يو شکل هغه وخت سمبوليک گڼل کېږي چې په يوه شي باندې د هغه له څرگندې او مستقيمي مانا زيات دلالت وکړي. يونگ په خپلو څيړنو کې د سمبول ډېره پراخه ناخوداگاه اړخ راسپړي چې د هغه د وينا له مخې  هېڅکله په دقيق او په پراخه مانا توضيح شوى نه دى او هېڅ څوک هم په بشپړه او کامله توگه د هغه د تعريف او توضيح اميد او هيله نه لري. انساني ذهن او د سمبول څېړنه او پلټنه داسې تصوراتو ته رسېږي چې د معمول استدلال له حدودو څخه بهر وي)). (انسان او سمبولونه ۔ ۲۴ مخ)
 خو د فرويد له نظره سمبول ناخوداگاه يا منفرد درک دى. د صورت يوه برخه يا توره ليکه ده چې تر مخه جوړه شوېده. داسې يو ډول گړنه ده چې تر مخه کښل شوېده. داسې مناسبات دي چې د ځېنو افکارو ترمينځ او د شيانو ترمينځ  يو له بله سره ناخوداگاهانه قياسونه دي چې د هغه په وينا دغه قياسونه تر ابده معتبر او هر وخت تيار او چمتو دي)).
په دې اساس د فرويد له نظره سمبولېزم داسې بياني شېوه نه ده چې انسان دې نن زده کړې وي، بلکې د بشريت ميراث دى او له ډېرو پخوا زمانو راهيسې راپاتې دي. ((رمز انديشي قدسي ۵۰ مخ ))
 بايدوويل شي چې باطني تجربې، وجدانيات او قلبي واردات چې د عقل په ژبه په دلايلو او بحث نه بيانېږي هر وخت د رمز په پرده کې  څرگندېږي. اوس بېرته خپلې خبرې ته راځو. موږ د کاوون په شعر کې پټ بشري رازونه او د هغه د درون او ناخود اگاه خبرې اورو. هغه دې مقاصدو ته د سمبول ژبه غوره کړې ده چې يو څه د فرويد د باور پر بنسټ د ډېرو لومړنيو انساني تجربو له مخې منعکس کېږي او زياتره د يونگ د باور پر بنسټ هغه څه دي چې د شاعر په فرهنگ او د ټولنيز ژوند په اسطورو کې موجود دي. هغه له دې ټولو افزارو او وسايلو څخه کار اخلي او د خپل شعر ماڼۍ پرې جوړوي.
هگل وايي: د شعر ځانگړنه دا ده چى وس لري اود دې وس او قدرت په وسيله حسي عنصر د روح او تصوراتو تابع کوي. اواز چې يوازې د شعر خارجي مواد دي پخپله خوندور او بوگنوونکي احساس نه دى، بلکې داسې نښه ده چې له مانا تشه .... هغه زياتوي چې په شعر کې دا روح دى چې د خپل ځان او خپلو تصوراتو له پاره  مضمون مشخص کوي. د هغه په نظر شاعرانه تجسم هماغه شاعرانه تصور دى .... شعري هنر عام روحي هنر دى چې دنننۍ ازادۍ ته رسېدلى دى)).
۳
د ((كله چې ونې مري)) موسم !
په دې موسم كې كاوون په څرگنده د يو ډول ارماني يأس، نهيلۍ او د عبث والي سره مخامخ دى. دا يو ډول فلسفي يأس دى. د يوه څېړونکي خبره ده چې : 
((د فکر کولو پيل  د اضمحلال پيل دى. ټولنه  د دغه  پيلامو د درک له پاره زيات امکانات نه لري. خوره د انسان په دننه کې ده او په هماغه ځای کې ده چې بايد ورپسې لټون وشې. بايد همدغه وژونکې لوبه چې د وجود او تن له روښنايي څخه تېښتې ته اړ کوي تعقيب شي او په هغه پوه شو)).
لكه چې مو وويل: کاوون په اروا پوهنيز لحاظ يو درونگرای يا انتراويرشنل شخصيت دى. هغه ډېر څه اوري  ډېر څه ويني، ډېر څه لولي، خو ټول د خپل ذهن له صافي څخه تيروي. د هغه کرکتر د هغه په شعر کې هم ډېر څر گند دی. په دې مانا چې يو خو يې د هغه شعر ته د بربنډو او لوڅو خبرو پرځای د سمبول او تمثيل ژبه  خپله کړې ده او بله  دا چې پر هغه څه چې دى خپله شهرت لري يعني يو سياست پوه يا اکتويست او د يوې لارې څښتن زما په باور زيات پر دى څېزونو سربېره هيومانېست دی .
د ((ونو د مرگ د موسم)) په سياسي واکمنۍ کې د کاوون د دخالت او شرکت دوران دى، خو دې  له ريا او دوه مخۍ څخه  خپله کرکه په ډېره ترخه ژبه په شعر کې څرگندوي. دى هېڅکله د هغه انقلاب برى  چې دا او هغه لاس ته راوړنې لري نه ستايي، بلکې په سمبوليکه او استعاري ژبه خپله خبره کوي. د ده غوره نمونه سمبولونه لکه چې د مخه مو ورته اشاره وکړه، د موجودو شرايطو او حالاتو څخه په طبيعي توگه جوړ شوي دي.
له دې جوتېږي چې د ونو د مرگ موسم کې کاوون نه خو د لايق پل تعقيبوى، نه د جهانى سره اوږه لگوى او نه هم د جهاني د شعر په څېر چې د يو دوران شاعران دي کوم ورته والى لري. بې ځايه به نه وي که ووايو جهاني پېښه له لېرې گوري او کاوون د پېښې په محراق کې دی. زموږ مشهور ارواښاد شاعر ننگيال  زيات شعرونه د کاوون له شعر نه متأثره دي، په خاص ډول د هغه مهال شعرونه چى دواړو سره نږدې کاري اړيکي درلودل.
سارتر وايی چې انساني ژوند يو بل مخ هم لري او هغه د ماتې مخ دی او انسان بايددغه ماتي د خپلي هستي د بنسټ په توگه وپېژني. نوموړی په دې لړ کې زياتوي چي شاعرانه ليد او تراژيک ليد يو شی دي. ((البته د شاعر هدف دا نه دى چې ماته او تباهي په خپل سر د نړۍ سير ته داخله کړي. حقيقت دا دی چې د هغه سترگې يوازې ماتې او تباهي ويني)). د نړۍ ډېر ستر شاهکارونه او اثار له دې زاويې رامينځته شويدي. درد او انساني درد کوم چې اوس يې موږ د کاوون په شعر کې گورو. اصلاً زموږ په نسل حاکم او لاسبري وو، خو معنوي تجسم يې د کاوون په شعر کې وينو.
دلته په دې موسم کې کاوون د شعر اور لوبه پر مخ بيايی.
کاوون د خپل ارمان له گل سره خبرې کوي. د ارمان هغه گل دى چې په سوى او ښوره دښته کې وغوړېد، خو د تندې ومړ. مړاوى شو او بيا ورته په نمجنو سترگو لاره څاري. په دې شعر کې شاعر له خپل درون سره په شخړه بوخت دى.
د گناه په انتظار کې شعر تمثيل دى. شعري ((پارابول)) دى، خو گورو چې شاعر د دې تمثيل په پاې کې په خوب کې دوزخونه وينى.
تا ويل چې يوه شپه به غېږ ته درشم
په نازونو به خړوب کړم ستا نيازونه
د گناه په کنډوليو به دې مست کړم
درته وبه ښايم واړه جنتونه
خو شپې څه چې ٬
لاکلونه ٬
پسې تيرشول ٬
هغه شپه ٬
چې تاويلې وه ٬
رانغله.
زما غېږه لا هماغسې خالي ده
زما سترگې لا تر اوسه لارې څاري ٬
لا تر اوسه د گناه په انتظار يم
لا تراوسه تېرومه شوگيرونه.
نه کنډول سو، نه باده او نه مستي سوه ٬
نه ثواب سو، نه گناه، نه بې خودي سوه ٬ ستا نازونه
او زما نيازونه
 ډېر سول.
زه لا اوس هم د گناه په انتظار يم ٬
 هره شپه ٬
 په خوب کې وينم دوزخونه.
کابل، ۱۳۶۹ ۱۰ مياشت ۱۹
 سترگو ته دې ووايه. په دې شعر کې - شاعر په سمبوليکه ژبه د چا اخطارونو ته سر نه ټيټوي.
سترګو ته دې ووایه
داسې په لمبو دې راته نه ګوري
ویلې به شم
                         څاڅکی
                                         څاڅکی
                                                         څاڅکی                                                                     په په خړو تيږو و څاڅم .
نه به د چاشپو ته رڼایی شمه
نه به د غم درمند د څا وسوزم
هسې به په خړو تیږو
                                             څاڅکی
                                                          څاڅکی
                                                                        وڅاڅم .
سترګو ته دې ، ووایه .
يا :
د سپيره گلونه په غزل کې شاعر بيا هم خپل ياس او نهيلى لري د غزل په ژبه وايي
ته را نه مه ځه چې غمونه مې لا مړاوي نه دي
د زړه په سر باندې زخمونه مې لا مړاوي نه دي
اور مې هماغسې بلېږي د ارمان په محل
دودونه خېژي سره اورونه مې لا مړاوي نه دي
گلونه لوټ سول د باغچې بوټي ږلۍ ووهل
خو د قسمت سپېره گلونه مې لا مړاوي نه دي
وخته ! زه اوس هم منتظر يم دسپرلي وږمې ته
نارسيدلي بهارونه مې لا مړاوي نه دي
قسمته ته مې بدلولې، خو بدل دې کړمه
چې د تقدير بدل وختونه مې لا مړاوي نه دى

كابل، ۱۶ ـ ۱۰ـ ۱۳۶۹
د تږي په شعر کې بيا هم يو تمثيل وينو او د زمان شېبه لکه د زهرو جام ترې گوټ کوي ۔ انتظار باسي.

تږې
شپه وه
د ژمي شپه وه ،
زه لكه جل وهلى
ستا د ليدو تږى وم
خو ته رانغلې ،
شپه مې
څاڅكى ٬ څاڅكى
د ستا د ياد په جام كې 
وڅښله ،
سبا مې كړله.
كابل،  ۸ ـ ۱۱ـ ۱۳۶۶،  ۱۷ مخ

شاعر هڅه کوي د مخامخ خبرو پرځاى، د سيده او بربنډو خبرو پرځاى د شعر له پاره نوې ژبه جوړه کړې دا مصنوعي ژبه نه ده. دی لکه څنگه چې شعر هستوي کيلمات ورته هستوي. ژبه ورته جوړوى٬ ځکه خو د ده د سمبول، استعاري او تمثيل ماڼۍ لوړېږي. د شاعر د شعري ژبې کليمات د هېواد د موجود فرهنگ او طبيعى او ټولنيز ژوندانه موجوده عناصر دي. دى ېې له بلې ژبې څخه  نه راژباړي.
وگورئ لاندنی شعر چې په زندان کې يې لیکلی دی :
مامې غږ ورک که
ما مې غږ په يوه شنه سهار کې ورک که 
ما مې غږ د يوې شنې ويالې په غاړه
د شنو ونو له شينکي سيوري نه اخوا
په يوه شنه سهار کې ورک که.
*           *           *
نه پوهېږم غږ مې چا راځنې غلا که
نه پوهېږم غږ مې چا راځنې يووړ
          

 
 خو يوازې دومره پوه يم
چې په هاغه شنه سهار كې
چې باغونه واړه شنه وو
چې گلانو په مستۍ مستۍ خندلې
چې مرغيو د تنكيو لښتو غوږ كې
شنې سندرې اورولې
زه له خپل غږه پردى شوم.
●      ●     ●
وايی هلته د شنو ونو له شينكي سيورې نه اخوا
ډېر غږونه رېبل سوي
ډېر غږونه سېزل سوي
ډېرغږونه، له غږونو نه بيل سوي
تور غږونه
زېړ غږونه
سره غږونه
سپين غږونه ،
خړ غږونه
شنه غږونه ....
د شنو ونو له شينكي سيوري نه اخوا
په نمجنه يخه ځمكه تړل سوي .
ښايي ما مې هم :
غږ هلته وي ورك كړى .
●      ●     ●

څومره سخته ده چې بې غږه ژوندى يم
څومره سخته ده چې بې غږه غږېږم ،
څومره سخته ده چې هر څه هر څه اورم
څومره سخته ده چې هرڅه هرڅه گورم
او بې غږه ترې تېرېږم .
زه غږ نه لرم ، زه بې غږه ژوندى يم
مامې غږ ،
په يوه شنه سهار كې ورك  كه.

كابل،  قوس ۱۳۶۷، ۲۴ مخ

شاعرد يو ژور يأس او جلا والي سره په خبرو دی. هغه د خپل غږ سره خبرې کوي. د خپل ځان او تن سره خبرې کوي. يو ژور تاثر په شعر کې د ښکلا ماڼۍ جوړوي او وروسته شعر بيا د بڼ په شنو ونو کې د نورو غږونو د رېبل کېدو او وژل کېدو کيسه کوي. دردوونکې کيسه او په دې ډول د انساني درد او تراژيدۍ سناريو بشپړوي.
دا د شاعر د ژوندانه د خاصو او ځانگړو شېبو تصوير او تمثيل دى. دونو د مرگ موسم د شاعر د انتظار موسم هم دى. په دې موسم کې د هغه پسرلي په هيله د زمان شېبې لنډوي چې شاعر ورته ناست دى. موسمونه ورته څاري، خو په دې کې هم دوه زړه دی چې دغه پسرلى به راشي او کنه ؟
کاوون جنگ او د جنگ دندوکار ته غل وايي. غل چې د شرم او ننگ سمبول دى. د بربادۍ او تباهۍ سمبول دى. هغه هېڅکله دې جنگ ته ازادى بخښونکى هغه نه وايى.
د کاوون د غل او څو نور شعرونه په ډاگه هغه کسانو ته ځواب دى چې وايی. د دې موسم د شاعرانو شعرونه د دولتى واکمنۍ او د ((گونديتوب)) په خم کې رنگ دى.
شعر دا دى
غل زموږ کلي ته راغى
هغه شپه چې سپوږمۍ نه وه ٬
غل زموږ کلي ته راغى
هغه شپه چې ستوري ټول په خوب ويده وو ٬
غل٬ زموږ کلي ته راغى
غل په توره تروږمې کې
د هر چا په کاله وخوت ٬
د هر چا د کور مېلمه شو
غله وروري او مينه غلا کړه -
غله خوښي او خندا يووړه ٬
غله د کلي له باغچې نه
 د شنو بوټو په وېر وېر کې
د سرو گلو ’ليلا‘
يوړه
غل ٬
زموږ کلي ته
راغى
هغه شپه چې سپوږمۍ نه وه.
كابل، حمل ۱۳۶۶كال ٬

همدارنگه بل مثال يې په دې لړ کې زما د کلي خټين دېوالونه دي. دا شعر په ۱۳۶۷ کال کې ويل شوی دى. دا په رښتيا چې زموږ د اولس د ويلاړ، برم او پرتم او د هغوى د کړاوونو او غمونو تصويرونه دې.
اى زما د خټو کوره
يه زما د خاورو کليه .....
هره ورځ درباندې دانگي
د صحرا وحشي بادونه
تورې شپې ٬
زيړې ارواوې
خړې شگې توفانونه
ته هماغسې ژوندی ېې
ته هماغسي ولاړ يې

يا دا چې :
که د اوسپنو توفان وو
که د سرپو سيلاوونه
که وحشت د تورو شپو وو
که لمبې  وې ٬
که دودونه ۔
ټيټ يي نه کړل
سپک يي نه کړل
ستا دخټو ديوالونه
كابل، ثور،  ۱۳۶۷

په دې ډول کاوون د رنگونو په ترڅ کې سمبولونه  کاروى. هغه د سرو او زيړو بادونو نوم اخلي. سور باد په لرغوني اساطيرو کى د تباهۍ او بربادۍ سمبول دى. دا د سره پوځ سمبول  هم دى، خو کاوون په واقعي مانا د دواړو هدفونو له پاره کارولى دى. زيړ بادونه هم هغه بادونه دي چې د سرو بادونو په څېر يې تنکي نيالگي ورژول او له ريښو يې وويستل او د غم  خاورې او دوړي اوس د کلي په کوڅو کې انگولا او زگېروي کوي. دا هم هغه سمبول دى. 
د ملخو فصل د شاعر بل شعر دى. په دې شعر کې هم شاعر د هېواد او خلکو د بدمرغۍ او تباهۍ تصوير کاږى. دا تصوير او د دې تصوير سمبول له بله کومه ځايه  نه دى رااخېستل شوې، بلکې د واقعي کليوال او بزگرې ټولنې څخه رااخېستل شوی دى. دا داسې موسم دى چې د ټولنې انسان په کې د لوږې درپه درۍ او بې کورۍ سره مخامخ دى. پلار د خپل زلمې زوى جنازې ته اوږه ورکوي او ماشوم د خپل پلار او مور  قبرونه د راکټونوپه  وسيله  د کنده شوي کور په انگړ  کې ويني. ملخ د تباهى سمبول دى.
کله چې ونې مري: شعر کې شاعر د دروغجنو وعدو په وړاندې عصيان کوي او د کلونو وروسته د خيالى پسرلي د راتلو افسانه دروغجنه ثابتوي.
په خړ باد او د شگو کاروان کې په سمبوليکه ژبه حادثه تمثيلوي. د معاصر هېوادني انسان د بېوسۍ او يأس داستان دى. د دې موسم لو، خو څه د غنمو لو نه دی او نه د فصلونو لو ٬ بلکې د سرونو لو دى چې د وطن طبعيت پرې ژاړي.
د شک په شعر کې چې په ۱۳۶۴ کې کښل شوى دى ؟
په دې شعر کې شاعر پېښې له پوښتنې سره مخامخ کوي. دی د زمان شېبې، موسمونه، درد او د کړاو شېبې له پوښتنې سره مخامخ کوي. لوستونکى ورته د لاروي په څير دروي او دا پوښتنه يې په ذهن کې ژوندۍ کوي.

شپه ده
باران اوري
او ژمنې خوبونه
د باغ له سترگو وينځي -
د گلو لښتې يوه له بلې سره
د زړه رازونه وايی :
که پسرلی راسي
مونږه به وغوړېږو ؟؟
او باغ به شين سي په خندا باندې
او پسرلې به راسي ؟؟
او که همداسې به
د ژمي د اغزنو مزو شا ته
زنداني پاتې سوو
شپه ده ٬ باران اوري
او ژمنې خوبونه
د باغ له سترگو وينځي ....
کابل، ۲۸- ۱۰- ۱۳۶۴ کال ـ۶۵-۶۴

کاوون په خپلو شعرونو کې د باد سمبول ډېر کاروي. د باد گزمه٬ د باد په کنډوالو کې او داسى نور د باد زود گذره او ژر تېرېدونکې ناخوالې حالت او د بدمرغيو د سمبول په توگه کارولي دي. خو شاعر يوازې دغه سمبول نه کاروى، بلکې تمثيل يي کوى. د باد گزمه تمثيلوي او له هغه تابلو جوړوي، تابلو نورو ته په مخ کې ږدې چې ويى ويني او ننداره يې  وکړي.

د باد گزمه
ښار كې تروږمۍ ده ستورې نه ښكاري
وريځو د سپوږمۍ  لاره نيولې ده
هلته د دې جگو جگو غرو شا ته
پېغله د اسمان څاه كې لوېدلې ده
●      ●     ●
گرځي په واټونو كې گزمه د باد
ويشي په ښاريانو كې صهبا د غم
وژنې په رگونو كې د مينې ساه
جوړه ده له ښاره كربلا د غم
●      ●     ●
زبېښي له شنو بوټو نه د ژوند وينه
رېبي له باغونو د خندا گلان
لښتې غږوي بيا د ماتم سرود
ژاړي او رژېږي د بېديا گلان

●      ●     ●
ستړې او ساده مرغۍ له ونو نه
الوزي د جگو جگو غرو په لور
تښتي له وېجاړو ځالو الوزي
ځي د شنو ازادو سردرو په لور
●      ●     ●
ښار كې ميكدې ټولې تړلې دي
گرځي محتسب او خرڅوي شراب
ډلو د مستانو نه خالي كوڅې
خدايزده څوك به كړي په يوه جام خراب
●      ●     ●
ښار كې تروږمۍ ده چنارونه ټول
ستړي په دودونو كې را پرېوتل
نه ترېنه لمبه پورته ٬ نه سكروټې شوې
هسې مړو اورونو كې راپرېوتل
●      ●     ●
نه ستوري ځلېږي، نه سپوږمۍ ښكاري
ښار كې تروږمۍ ده رڼا وركه ده
باد د باغ په ونو كې بيداد كوي،
ژاړې ټولې لښتې، خندا وركه ده.
كابل،  ۱۳۵۸، ۹۲ مخ

کاوون د ونو د مرگ په موسم کې يوه ساقي نامه هم لرى. په دې اوږده شعر کې چې يو ډول قصيده ده. د خپل موسم يو کره او پوره انځور کښلى دى. په دې قصيده کې هغه اوږده جنگ او د هغه لوبغاړو ته اشاره کوى. شاعر سره له دې چې په ظاهر کې د يوې خوا او يو لورې کرکتر دى، خو دې په شعرکې هنرى اصالت ساتي او هم پردى پردى بولي. دی د يوه ملي شاعر په توگه پرېکړه کوي.
د پردې وږمې  له تاوه
خپل گلونه خزاني شول
د دروغجن سپرلي له جوشه
د چمن بوټي اغزي شول

روايتونه د اسطورو پر بنياد:
اساطير  د کاوون په شعر کې بل بحث دی چې بايد تأمل پرې وشي . 
ماريز شواري وايی: له اسطورې پرته بل هېڅ شی ساتونکی نه دی، بلکې ډېر عالي حقيقت دى. داسې حقيقت چې عقلي مفاهيم يې له ويلو عاجز دي.
شاعر ځېنو اساطيرو ته هم ژبه ورکوى. دغه اساطير بيا راژوندى کوي. اساطير زموږ په ژوند کې زموږ په کليوال ماحول او فضا کې حاکم او لاسبری دی.
 لکه غنم او مڼه ۔
دا د خلقت اسطوره ده ٬ چې په قران کې غنم راغلي او په اناجيلو کې مڼه تمثيل شويده، خو د دې اسطورې څخه په گټه اخېستنې سره شاعر په ازادۍ باندې خبرې کوي او د ازادۍ مفهوم راسپړي، اسطورې ته نوی خوند او نوی رنگ ورکوي.
همدارنگه د اسطورو په برخه کې غواړم په اوږدو خبرې وکړم، خو دا خبري به دويمې ټولگې يعنې د باد په کنډوالو کې اثر ته پرېږدو.

غنم او مڼه
پلاره ته ولې ساده سوې
مورې ته ولې بې سوچه
په يوه غنم دې وركړل
اووه واړه جنتونه
د يوې مڼې په سر دې
 يوه گونگه وسوسه كې
په خپل ځان باندې ،
حرام كړل
د ميوو رنگين باغونه .
هر غنم درته شيطان سو
مڼه هم درته شيطانه
له جنته يې بهر كړې
بېگانه سوې له خپل ځانه .
ښايی دلته ازادي وه
ته پخپله پسې راغلې
غنم هسې بهانه سوه
مڼه تشه افسانه سوه .
نه ،
پلاره ! ته خوشې غلط سوې
ازادي هسې يو خوب دى
ازادي هسې يو خيال
ازادي يوه ارزو ده
رسېدل ورته مهال دي
اوس دې وينم پښېمان يې
د دنيا په جگو ټيټو
شپې او ورځې
سرگردان يې
پلاره ! ته ولې ساده سوې
مورې ته ولې بې سوچه ٠٠٠٠
كابل، ۱۳۶۴-۲-۲، ۱۱۴ مخ

د خوب او وېښتيا په مينځ كې
د خوب او وېښتيا په مينځ کې د ونو د مرگ د موسم وروستی شعر دى. په دې منظومه كې شاعر د يوې كيسې راوي دى چې ټوله پېښه نه د خوب او نه خو د وېښتيا په حالت كې تېرېږي، خو دى كيسه كوي. د يوې تراژېدۍ بيان دى. شاعر د خپل شاعرانه درك او د اشراقيت په مرسته پېښه انځوروي او هغه ترپايه روزي او تعقيبوي. له پېښې د شاعر تېښته يوه رواني او له اژدها څخه د هغه د ټوپ يوه بېلگه ده. كلی د هېواد د يو سمبول په توگه د دې كيسې بستر دى. چنار په كې د ويلو استقامت سمبول او همدارنگه د شان او شوكت نښه ده.
ورځ لكه شپې غوندې
په ترږمۍ لړلې
او شاوخوا ته مې ،
په لر او بر كې
 څپې د سرپو خورې .
د خړ اسمان له خړو خړو مورگو
او د شفق د كنډولي له څنډو
را وورېدلي زما لورې ته، د سرپو
خړې خړې دانې .
او غوړيدلي په تبجنه لالهانده ځمكه
د خړو سرپو غونچې
په خپلو سترگو مې ليدل چې ورو ورو
ونې وركېږي
گلان مري
او مړاوي كېږي
بوټي،
ځمكه ډوبېږي
غرونه لويږي
هوا ساه نه باسي،
د سرپو سين كې لاهو كېږي د كاړونو تيږې،
له ځايه پاڅېدمه،
له كلي ووتم په منډو منډو،
ترڅو چې ډوب نه سمه ـ
 زموږ له كلي نه بهر
 د يوې شنې ويالې پر سر
 يو شين چنار ولاړ وو
ځان مې ورورساوه .
د چنار لاندې يو سپين ږيرى، ببرسرى سړى
يوازې ناست،
په پټه خوله يې له خپل ځان سره خبرې كړلې.
زه ورنږدې شوم ورته ومې ويل :
بابا! ملنگه بابا !
زه له دې كوز كلي نه
دلته راغلى يمه
د خړو سرپو له سيلاوه تښتېدلى يمه،
ته راته ووايه چې كله به د سرپو څپې
زموږ له كلي مخه وگرځوي
كله به لمر وخېژي
كله به ورځ ورځ سي
پسرلنۍ وږمه به كله سرپ وهلې ونې ونازوي ٬
گلان به كله خپلې شونډې په خندا خلاصې كړي،
 او د باران څاڅكي به،
كله د وريځو له شډلو تيو وڅڅېږي ؟
سپين ږيري سر جگ كړ
د سپينو څڼو واورنې څپې يې
پر اوږو واوښتلې
او مخ يې داسې ځليده لكه د لمر غوندې،
او دواړو سترگو يې
سپوږمۍ سپوږمۍ رڼا ښندله.
او له يوې ترخې موسكا نه وروسته داسې په خبرو سر سو:
((په دې جگو جگو غرونو
په دې پلنو پلنو دښتو
پسرلى كله راخېژي
او گلان كله غوړېږي ؟؟
په دې تكه توره شپه كې
د اغزنو مزو شا ته
چې نه گل او نه گياه شته
نه اواز د بلبلانو
لمر هماغسې بندي دى
ورېځه هم هغسې شنډه
د اسمان سترگې بې نوره
 ځمكه ستړې له گرځنده 
د رڼا نجلۍ وېده ده
د تيارو غونډيو شا ته
شايد هېڅكله پا نه څي
د اوږدو خوبو له بنده
د وږمې وزر مات شوى
نوره نه شي الوتلاى
په بې ژونده وچو تيږو
نوره نه سي گرځېدلاى
دې بهار بهار وطن كې
دې غونچې غونچې  چمن كې

بس اغزي دي چې ټوكېږي
بس خزان را زرغونېږي
د شنو ونو ذهن ړوند سو
د شنو لښتو بڼه زيړه
د ښوونو كرونده كې
د نارنجو د بڼ خوا ته
د كركنډو زيږې څانگې
د گل ستوني ته رسېږي
غرونه لويږي را نړېږي
اسمان بې اوښكو ژړېږي
لس پېړى زه دلته ناست يم
د دې شنه چنار د لاندې
پسرلي ته منتظر يم
د وږمې لاره څارمه
د باران په هيله ژاړم
څاڅكى څاڅكى ويلې كېږم
بحر بحر بحر اوښكې
په سپېرو شگو شيندمه
دا پېړۍ، پېړۍ، پېړۍ شپې
د سپوږمۍ په جام كې څښمه .
يوځل ډېره موده مخكې
د سړې څيلې له مينځه
پسرلى دې خوا ته راغى
تږې ونې سوې خړوبې
وچ باغونه گلالي سول
د سرو گلو څپې راغلې
ستاسو كلى په كې ډوب شو
سپيره كاڼې الواني سول
گل او مل پسرلني سول
خو ناڅاپه خړو وريځو
په دې كلي يرغل راووړ
لمر له ځمكې مرور سو
سپوږمۍ لاړه اسماني سوه
د اغزيو توفان راغى
كلى ورو ورو په كې ډوب سو
گل اغزي ونې اغزي سول
د اغزو حكمراني سوه
پسرلى پر اغزو پرېووت
د غوټۍ په وينو سور سو
باغ د گلو په وېر كېناست
كلى قبر د سرور سو،

پسرلي كلي ته شاه كړه

مرور سو له باغونو
مرور سو له اغزيو
مرورسو له گلونو
خو زه اوس هم منتظر يم
د وږمې لاره څارمه
د باران په هيله ژاړم
اوښكې وينې تويومه
ښايی بيا پسرلى راسي
ښايی بيا ونې تازه سي
ښايی بيا سپېره باغونه
په سرو گلو ښايسته سي
دغه خړې خړې وريځې
د اغزيو توفانونه
دغه زېړې زېړې ساوې 
دا د سرپو سېلاوونه
ورو ورو ځي
ورو ورو  ښووېيږي
ورو ورو اوړي  ورو ورو رغړي
د شپې كندې ته غورزېږي
د باران فصل به راسي
هر چمن به پسرلى سي
هره لښته به گل گل سي
هر يو باغ به گلالى سي
هره تيږه به غاټول سي
سپېره منی به پردی سي
بيا به تل بهار بهار وي
●   ●    ●
بيا به تل مستي مستي وي
بيا به تل گلونه خاندي
بيا به باغ هستي هستي وي))
●   ●    ●
سپين ږيرى غلى سو او سر يې په زنگون كېښود
او په ژړا سر سو
او د اوږو غرونه يې داسې لړزېدل چې تا به ويلې،
زلزله ده، اوس به ټوله دونيا ونړوي .
ورته كتل مې چې له سترگو يې
 د اوښكو چينې وخوټېدې
او په اسمان كې هغه تورې شنډې شنډې
 بې بارانه وريځې
ټولې يوه شيبه كې لنگې سولې .
او د سپين ږيرې د سپين مخ په لويو لويو دښتو
زموږ د كلي په لور
د دوبنيو اوبو شنه رودونه وخوځېدل .
او ورسره يوه وږمه
يوه اشنا وږمه
په خړو دښتو او اغزنو غرونو،
وگرځېده.
ترڅو مې سترگو ليدل
زرغونې ونې،
شنې ويالې او سره گلان ښكارېدل .
او زه رهي سومه د كلي په لور.
كابل، ۲۵ ـ ۲ـ ۱۳۶۹،  ( ۱۲۷-۱۳۶)
په پورتنۍ منظومه كې شاعر د يوه مجرب هنرمند په توگه لومړى د خپل تحت الشعور په مرسته يوه جلا نړۍ هستوي. هنر هم داسې څه دى. كه شعر يوه پېښه وبولو، كه هنر يوه پېښه وبولو٬ نو د هغه كيفيت په همدې كې دى چې هنرمند يوه بله نړۍ هستوي او په هغه نړۍ كې د انساني نړۍ د رنگينو انځور باسي.
شاعر نه خو د وېښې په حالت كې دى او نه د خوب په حالت كې دى، بلكې هغه د اگاهۍ او لاشعورۍ د حالت  ترمينځ واقع دى. د علت عنصر يا د جگړې اور د هغه ذهن دومره مصروفوي چې هغه په ځان پسې راكاږي او داسې د ناخوداگاه حالت ته يي بولي. هغه د تاريخ تجربو ته مراجعه كوي او د خپل لاشعور په مرسته د پوښتنې د ځواب له پاره هلې ځلې كوي. په شعر كې داخلي كشش او جاذبه د دې سبب  كېږي چې لوستونكى اړ كړي چې قدم په قدم يې تعقيب او د هغه په پل پسې ولاړ شي. لوستونكې د داستان اورېدو ته رابولي.
په دې اوږده شعر كې ملنگ د تجربو او غيبې ويلو سمبول دى. د تاريخ د تجربو سمبول دى. د ملنگ مفهوم له تصوف او عرفان پرته د اسلام څخه تر مخه د سيمې په فرهنگ كې ځاى لري. هغه د غيب ويلو او اشراقي پوهې څرگندوى دى. هسې خو شعر د همدا ډول رواني حالت زېږنده ده، خو په دې شعر كې كمال دا دى چې د شاعر دروني غوښتنه او د جنگ تفسير په بله نړۍ كې كېږي او د ځواب له پاره يې هم د يو داسې سمبول  چې په قومي لا شعور كې ژورې ريښې لري كار اخلي :
د سرپو سين كې لاهو كېږي د كاړونو تيږې،
 دا عبارت د جنگ د حالت تفسير دى، خو شاعر په دې لټه او دې وسواس كې دى چې پوه شي چې :
پسرلنۍ وږمه به كله سرپ وهلې ونې ونازوي ٬
گلان به كله خپلې شونډې په خندا خلاصې كړي،
خو د تاريخ ځواب ته بيا هم انتظار دى كوم چې له پېړيو راهيسې زموږ اولسونو د كارېزما په لټه كې تېر كړي دي او هر وخت په انتظار كې وو. ټول عمر په انتظار كې تېر شو. د جنگ په حالت كې خو دا انتظار ډېر تريخ شو چې وايی :
خو زه اوس هم منتظر يم
د وږمې لاره څارمه
د باران په هيله ژاړم
اوښكې وينې تويومه
په نوې نړۍ كې ژبه ټوله تصوير او عاطفه په كې حركت كوي، احساس هم راپارېږي. د هگل د خبرې سره سم چې وايی :
 ((خو په دې اساس د هنر دنده او موخه دا ده چې زموږ له پاره د انسان مافى الضمير او همدارنگه زموږ د حواسو او احساس له پاره د پوهېدنې وړ او موږ په احساساتو راولي. هنر بايد د دغه مشهور كلام مصداق وي چې وايي: ((زه گومان نه كوم چې د هېڅ انساني پديدې په وړاندې بېگانه اوسم)). په دې اساس د هنر غايه او هدف  په دې كې ده  چې هر ډول وېده احساس او تمايلات او اشتياق رابيداركړي. په هغو كې روح پوه كړي، زړه سرشاره كړي او هر څه متكاملو او نا متكاملو  انسانانو ته د احساس وړ كړي)).
مقدمه بر زيبا شناسي، گيورگ ويلهلم فردريش هگل، فارسي ترجمه، عباديان، ۹۱ او ۹۲ مخونه.
George Wilhelm Friedrich Hegel
Asthetik Band : 1
Aufbau Verlag Berlinu . Weimar 1976
د هگل د دغه نظر پر بنسټ  دلته هنر او شعر چې د هنر ډېره لطيفه او ژوندۍ برخه ده، د يو حالت د يو دوران او د يوې ټولنې د ژوندانه او دورې تمايلات په يوه جلا هستول شوې نړۍ كې متجلي كوي او د يوې ځلانده او روښانه تابلو په توگه يې پر مخ كې ږدي.
هنر كولاى شې هغه څه چې د انسان په ډېرو ژورو او پټو زواياو كې پټې دي تجربه كړي او هغه وروزي؛ هغه څه چې د انسان په بېلابېلو بعدونو او انساني بنيادونو او بېلابېلو او بې شميره امكاناتو او ژورو كې ځاى لري په حركت راولي او هغه څه چې روح پر دې سربېره په تفكر او فكرت كې راټول كړيدي او ذاتي او عالي دي – لكه شكايت، نجابت، ابديت  دې ټول ته يوه لوړتيا او عروج وركړي.
وروستۍ خبرې:
کاوون د خپل شعرې تفکر په دې پړاو کې د يوه خنډ او مانع سره مخامخ هنرمند دى. داسې مخامخ کېدنه د هغه فلسفي مخامخ کېدنه ده او د دې ترڅنگ اساسې خبره د انسان د ملال او خپگان او غمجنېدنې ستونزه ده. په فلسفي تاريخ کې دغه حالت ډېرې اوږدې ريښې لري.
څلور زره کاله د مخه د مصر يو فيلسوف اپيور ويل چې: ايا امکان لري داسې وخت راشې چې بشري نسل له منځه ولاړ شي چې نور ښځه اولاد ونه زېږوي، زوى رانه وړي. د ځمکې پر سر غږ غوږ وانه ورېدل شې او جنگ هېڅ پېښ نه شي)).
له هغه وروسته بل فيلسوف يا پېغمبر په اورشېليم کې د بشري موجوديت په باب وويل: ((هر څه بې مانا دي. انسان هغه ټول کړاو چې د اسمان لاندې يې کاږي څه گټه ورته لري. يوه پوړۍ له مينځه ځي او بله را مينځته کيږي او ځمکه تر ابده په خپل ځاي ابدې ده. هر څه له ستړيا ډک دي چې انسان يې له بيانولو عاجز دى. سترگې په ليدلو او غوږونه په اورېدلو نه مړېږي. هر څه چې وو هماغه وو چې وبه شي. د لمر لاندې هېڅ شى تازه نه دي. ټول هغه شيان چې له  اسمان لاندې ترسره کېږي ليدل کېږي چې ټول بطالت او د کړاو ويستلو پسې رامينځته کېږي)). ((عهد عتيق  کتاب جامعه باب اول)) او همدارنگه  خيام څه ښه وايي: چې اسمانونه پرته له غمه نور څه نه زياتوي او خوشال بابا وايی:
د فراق غمونه لور په لور انبار دي
په کاغذ باندې د کوم يوه حساب کړم
په فلک باندې د هېڅ چا حکم نشته
چې يې ظلم ستمونه انقلاب کښم    
کليات، ۶۴۵ مخ
خو په معاصر فرهنگ کې ساموېل بکت د خيام او ((زبور)) خبره نه تکراروي. هغه د اسمان پرځاى ځمکې ته گوري. غواړي فاجعه احساس کړي او غواړي له هغه واټن ونيسي.
خو کامو بيا بل څه وايی :
 په تاريخ کې د تراژيدۍ هنر سترې دورې هغه مهال واقع شوې دي چې دوه بېلابېل جريانونه سره تلاقي کېږي. داسې وخت چې د ملتونو ژوند هم د وياړ او هم د گواښ نه ډک وي. په داسې دوران کې چې په راتلونکې باور له مينځه ځي او د حال زمان دردناک وي. اشيل په دوه جگړو کې گډون وکړ او شکسپير په داسې وخت کې ژوند کاوه چى ډېر وحشتونه راغلل)). ۱۱۰ مخ 
اوس هغه څه چې مو تر مخه وويل، د خپل بحث د راټولېدو په هيله د کاوون کله چې ونې مري په شعرونو تمرکز کوو. د نوموړې د دې مجموعى شعرونه د يوه انساني يأس او د پړسېدلې مرۍ او وچ ستوني غمجن اواز دى - ولې ؟
د کاوون ځلميتوب له ولولو ډک وو. هغه ځان ته توفاني نوم غوره کړ. هغه د يو  ډول ارمان سره رالوې شو. ارمان او ارمان پرستي د هغه په تن او وجود کې ځای ونيو. يو نسل هم داسې شو، خو ورو ورو تر هغه ځايه چې د هغه د ارماني شخصيت تکوين ترسره کېږي. د خپلو هيلو او ارمانونو په لار کې له خنډونو سره مخامخ کېږي. نو له ((دېوال)) سره مخامخ کيږي چې نوره ورته لاره نشته. هغه په خپل ذهن کې د خپل ارمان عظمت او هغه ته د رسېدو په لار کې، ناممکناتو په ترڅ کي يو ستر تناقض ويني. د چا خبره نور څه ويني چې دی ېې تصور هم نه کوي. دا د دې سبب کېږي چې ځان بېوسه احساس کړي او سيزيپوس ته ورته  تراژيدۍ سره مخامخ شي چې د سارتر په وينا ځان په کې د تباهي سره ويني. ((د شاعر هدف دا نه دى چې شکست او تباهي په خپل سر او په خپله خوښه نړيوال بهير ته داخله کړي. حقيقت دا دى چې د هغه سترگې يوازې ماتې او تباهي وينې، خو شاعر يوازې د دې ماتې سندر بول نه دې، بلکې د هغه پېښو له ليدلو تېرېږي او په بل اړخ کې د انسان ماتې منونکي ذات سره مخامخ کېږي او په خپل وار کې انسان هغه شېبې ته رابولي)).
يوه خبره به بله هم سپينه کړو چي هغه د ارمان خبره ده. کاوون او د کاوون نسل ارمان او ايډيال له کتابونو او د دې او هغه فلسفې له کتابونو نه دې اخيستي. دا معنويت دى او معنويت د شرقي فرهنگ او شرقي ذهن چې کاوون ورته هم ځای ځای اشاره کوي په بوده او تنسته کې ځاي لري. دا هغه څه دي چي ارمان پرستو پخپله ځان ته جوړ کړي. دا د ايډيال ژوند، د نېکمرغۍ د ژوند د خپگان٬ درد، کړاو نه لېرې ژوند، ايثار فداکارۍ، رښتينوالي ډک  او له منافقت نه لېرې او داسي نورو ډېرو ښو توکو جوړ شوی دی او د بدو او ناوړه غير اخلاقي توکو او ارزښتونو پر ضد د جانانه معرکې حماسه هم ده، خو زموږ نسل په هغه کې ناکام شو. کېداي شي دېته ځېنې کسان د ايديولوژۍ او ځېنې کسان ورته د تعهد گړنه وکاروي، خو زه يې له هغو لوړ بولم.
کله چې ونې مري شعرونه د دې ډول تأملاتو هستونه ده چې ماتې وينې، خو هغه خپل عادت هم نه پرېږدي. سره له دې چې په دې ټولگه کې د ارمان روزنه نه کوي، بلکې په دې کې يوازې خپل غم ژاړي. خپل زگېروی پالي او له خپلو زگېرويو سندره جوړوي. دا سندره زموږ د هېواد د يوه نسل سندره ده چې د نړېوال  او يا د يوه هيواد د ناورين په کچه  د ملنگ جان  په دې شعر کې  هم ښه ترا انځورېږي  چې وايی:
مينې دې ستي کړمه و دې سوم په اور 
اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه
دا باد زموږ د سويو ارمانونو د ايرو په ډېرۍ راوالوت او بړبوکۍ يې جوړه کړه. موږ ورته گورو او پرته له دې چې غم نامه وليکو نور څه نه شو کولی.

 
بېرته شاته