لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د څراغونو اوښكې تازه چاپ شوه
لیکوال: سمسور ادره   نېټه: 08.03.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د څراغونو اوښكې د دوو ځوانو شاعرانو باركوال مياخېل او رحمت زلمي مندوخېل د څلوريځو ګډه ټولګه ده چي تازه په كوټه كې د لمر خپرندويې ټولنې له خوا د ۵۰۰ ټوكو په شمېر په ۱۹۲مخونو كې چاپ شوې او خپره شوې ده.

په دې كتاب كې د دغو دواړو شاعرانو ۶۷۶ څلوريځو راغلې دي، چي شاعرانو په تېرو درېوو مياشتو كې د موبايل ټليفون د ايس ايم ايس په وسيله يوۀ بل ته په لېږلو سره ليكلې دي. دا څلوريځې په داسې ډول ليكل شوي چي يوۀ شاعر څلوريځه يوۀ ته ور لېږلې او هغه بل په هماغه مځكه كې بله څلوريځه ليكلې ده او چي بل لومړى څلوريځه ليكلې نو هغه بل په هماغه مځكه كې بله څلوريځه ليكلې ده. دا په كوټه كې د څلوريځو لومړنۍ ټولګه ده چي د دوو شاعرانو له خوا په ګډه ليكل كېږي.

پر دې كتاب باندې استاد محمد صديق پسرلي لنډه ليكنه كړې ده چي د دغو ځوانو شاعرانو د څلوريځو ليكلو هڅه يې ستايلې ده او ويلي يې دي چي څلوريځې ليكلو ته بايد زياته پاملرنه وشي.

د دې كتاب څلوريځې تر ډېره ملي او عشقي بڼه لري چي ټولې يې د پښتو څلوريځې په پخواني وزن په لس سېلابيز بحر كې ليكل شوې دي.

 
بېرته شاته