لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د بلخ مېرمن د يوويشتمې اوونيزې غونډې راپور
لیکوال: زهره كاكړ   نېټه: 27.02.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مېرمن كولتوري ټولنيز بهير د ۱۳۸۸لمريز د كب  په ۶مه،  يوويشتمه اوونيزه غونډه وكړه.
غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر، د مومند بابا ادبي بهير خونه كې ترسره شوه.
غونډه د ذهره كاكړ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې طيبې كاكړ تر سره كولې.
د غونډې مشره مېلمه اسيه احساس او كوربه زرغونه توخي وټاكل شوې.
په ازاده مشاعره كې طيبې كاكړ، زهره كاكړ، زرغونه توخي او اسيه احساس شعرونه او ټپې واورولې.
د غونډې كوربه زرغونه توخي د غونډې له ګډونوالو د نورو غړو د زياتوالي په اړه خبرې وكړې.
نوموړې زياته كړه چې د بهير غړې بايد هڅه وكړې چې له ځان سره هرې غونډې ته يوه نوې ملګرې راولي.
همداراز د غونډې ميمله اسيه احساس په غونډې د ګډون كولو له امله خوښي څرګنده كړه او زياته كړه چې خوښه ده د حپلو پښتنو خويندو تر څنګ يې په خپله ژبه د پوهېدنې وخت وموند
د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس د غونډې ګډنوالې د مومندبابا ادبي بهير د كتابون څخه د كتابونو لوستنې ته وهڅولې.
نوموړي مېرمن بهير د بلخ د پښتنو مېرمنو لپاره د ښوونځي په توګه ياد كړ او زياته كړه چې دوى بايد له دې وخت څخه ډېره ګټه  پورته كړي.

 
بېرته شاته