لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
نڅاګره
لیکوال: عبدالرحمان غضري   نېټه: 23.02.2010   خپرونکئ:   سمسور  

دامې په ژوند کې لمړنی قدم وچې دیوې کناهکاري زینې په زړه کې مې ورکیښود
ورسته مې دوهمه دریمه اوڅلورمه زینه هم ترپښو لاندي کړه، په  زړه مې یوه عجیبه
ویره خپره وه ،ان په کوڅه کې لا ویرې اخستی وم
یو رومال مې له مخ نه کلک تاو کړی وو چې څوک مې ونه پیژني
په ټول وجود مې یوه ناکراره غونډ لړزه خپره وه
یونااشنا احساس مې کاو
دکوڅې هر دیوال داسي راته ښکاریده ته وا چې ماته یې لعنتی راکاو
ورو غوندي مې ور وروټکاو
یوو سپین ږیري دلال یووار د وره  ترچوله راته وکتل بیا یې ورراته پرانیست
چې زه ورننوتم هغه  ور بیرته  ښه په  بیړه بندکو
دډولک اواز دګونګرو شرنګهار یو نااشناغوندی بوی اونابلده غوندي څراغونه
دزړه درزا مې لانوره  ډیره شوه
دکوټې په منځ کې غالۍ حواره وه څلور طرفه څوکۍ یښې وې
ډولکي دډولک په تندي خپلې ګوتي داسي په هنرخوځولې لکه د نڅاګرې  باڼوګان
لامې هم له مخ نه روما ل هغسي کلک تاو وو
ناستو خلکو ته مې و کتل ډیر یې دسیمي نوموړې اوپیژندلې څیرې وې
یوڅه مې زړه ډاډه سو په دوی کې یو هم داسي څوک نه و چې زه یې پیژندلم
یوڅه هغه دګناه دروند احساس هم راسره کم شو
نڅاګره نڅیدله سترګې یې نڅولې باڼو یې نڅیدل په شونډو اواننګویې نڅاکوله
غاړه مټې او وږې یې نڅېد لې
هغه چې به کله  په ملا ماته شوه او سینې به یې ونڅولې
نو دناستو خلکو دلاسو په پړکاکې به د ډولک اواز ګونګی غوندي شو
دکوټې په کونج کې ناست یو څو څلیوښت کلن سړي ورته د پنځوستو روپو لوت ونیو
نڅاګره په ګډاورغله لوټ یې په شونډو ورنه واخیست هغه غیږته ورکش کړه
دهغې دښکولیدو هڅه یې وکړه خو هغې لکه لوند کب په ډیر هنر دهغه له غیږی ځان ویست
په څرخیدو شوه، ښه ډیره وڅرخیده، هغه بل یو لاس وروږدکو سل ګون یې ورته ونیو،
ځان ته یې ورکش کړه
حیران غوندي شوم  دهغې زړې نڅاګري خبري رایادشوې
یوه ورځ په ښاري بس کې ناڅاپه زما په اړخ کې په خالي څوکۍ کې کیناسته
اوس زړه وه په سر کې یې دتورویښته کومه نښه نه وه پاته په کرکه مې ورته وکتل
 په هغه نظرپه کوم چې خلکو ورته کتل
لیږ ورسته مې سره دمخکینۍ څوکۍ په تکیه باندي کیښود ،هغې ته مې کاته هم ګناه وګڼله
هغې لکه چې زماپه سترګوکې دنفرت کرښي ولوستې
ګوڼۍ غوندي وګوڼیده
زموږ تبقه دومره بده هم نه ده لکه چې خلک یې یادوي
موږ دچاکورته نه ورځو خلک زموږ ډیرو ته راروان وي
موږ له چانه نه شرمیږو خو نورو ته هم په سپک نظر نه ګورو
موږ دهرچایو خو هیڅوک هم نه لرو یانې دهیچانه یو
یوڅه یې ساونیوه
بیاشروع شوه داسمه ده چې اکثره وخت خلک له موږ نه دجامود ویستلو هڅه کوی
خو موږ تراوسه چاته نه دي ویلي چې جامې  دې وباسه
خدایزده چې داخلک ولې همیشه په یوه سترګه لیدل خوښه وي
موږ خوو ینې په کرکه راته ګوري خو هغه خلک نه وینې چې زموږ ډیروته راروان وي
غیږ ته مو ورکشوي ښکلول مو غواړي او ان کله ناکله خویې لانورډیر څه په زړونو باروي
 دډولک درزا له تیروخاطرو څخه بیرته راستون کړم
نڅاګرې ته مې ورپام شو داسي څرخیده چې هیڅ اندم یې سړي نه شوای صحی کولای
زمالوري ته راغله نیزدې و چې دلاس نرۍ ګوتې یې زما له مخ نه رومال وغورځوي
پوه شوم دزړې نڅاګرې خبرې رښتیا راته ښکاره شوې ښایې چې هغې هم داویل چې تله دانډول لپاره جوړه ده
په هرڅه کې باید انصاف وشي
۲۱۰/۲/۹
ساجر سعودي عرب

 
بېرته شاته