لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
زره ترکی تصویر
لیکوال: بختیارځدران   نېټه: 23.02.2010   خپرونکئ:   سمسور  

کلک خلک یوچې لا دژوند مزي غړو،له دریو ورځوراهیسې چې مړۍ خوړولو ته کېښنم  له دوه دریو ګولووروسته مې سلګۍ شي ،یودم  مې دوی سترګې ته ودارېږي  اوس دکور غړي هم راسره بلدشوي دي کشره لور مې داوبو ډک ګیلاس مخ ته کېږدي پوهېږي چې له دوه دریو ګولونه وروسته، مې بیا سلګۍ اخلي مشرورور راته څو ځلې ووئیلې چې  ډاکتر ته ورشه هسې نه چې له نورومشکلاتوسره مخ شې دورورله دې خبرې سره بیا سلګۍ واخیستم بیا مې سترګو ته دهغې پيغلې کونډې او بورې مور او سپین ږیري او بې اسرې پلاره زره ترکی تصویراولیدلي حالات ودریدل چې په سرچه موټر کې له دوه مانده نه دخوست  په لویه لارکې راسره سپاره شول  داوخت دحامدکرزي دلومړۍ دورې دویم کال وودموټر په ټایپ کې دیوه طالب په غږکې د حماسي شعرونو کیسټ غږېده ، له لږ مزل نه وروسته مې  ورو غوندې دسلګیوغږ تر غوږ شو ،غږ ورو ورو لوړیده سپین سارې مورکۍ څو ځلې په تروشه ټنډه له ورسره ناستې میرمنې لور ته وروکتل دوه درې ځلې یې وسوکنډله دې حالاتو ځان ته متوجې کړی وم خوسپین ږیری اکاغلی ناست وودموټرددروزې له شیشې نه یې  په ویړه صحراکې سترګې  ګنډلې وې دې صحراهم ډېرې میندې او خویندې بورې کړې وې څه وخت مخکې دووقومونوترمنځ پرې سخته جګړه شوې وه، باباچې مخ راوړوه ډېر خوشینۍ ښکاریده اوپه زړه کې مې ډېرې وسواسې راوزېږدې ځکه چې وطن هرچاته معلوم دی چې له څه ډوله تراژېدیوسره مخ دی خو دمیرمنې سلګۍ ورو ورو په ژړا بدلې شوې دموټر ټایپ موټروان بند کړ داسې مې وانګېرل چې کیدای شي دا میرمن له څه درد او یا هم له کومې بلې رواني پیښې سره مخ وي ،مخ مې ورتاو کړ دسپین سري مور په مخ هم داوښکو قطار راروان وو،حیران غوندې شوم اوله بابا څخه مې وپوښتل بابا خیر خو دی ؟ هو زویه خیر دی ،بیا خو هم بابا ؟ بابا سوړ اسویلی ویست او دپېغلې انږور خواته له کتو یې وروسته وویل دا کمبخته ناوې جانه کونډه شوه ،زوی مې دوه میاشتې مخکې له دوبی نه راغلی وو میاشت مخکې مې ورته واده راوړ اودرې ورځې له مخه مو دشپې په کور خارجیانو عسکرو چپه واچوله زوی مې یې دطالبانوسره دتړاو په تور شهید کړ دوه کاله پخوا یې مشر زوی هم  په همدې ډول را شهید کړ . زویه  همدا دوه زامن خدای راکړي وو او خپل یې کړل خدای په خپلو کارونو ښه پوهېږي ،دخوست لویې هدېرې ته روان یوچې دشهیدزوی زیارات وکړو.

 
بېرته شاته