لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
سپكاوی
لیکوال: اكبر كرگر   نېټه: 16.02.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د يكه (يله) زار له غږ وروسته سندرغاړي د فضل په نوم خپله مشهوره  سندره پيل كړه . خلك سم د واره چوپ او غلي شول.  ماشومانو او ځلمو هم خپلې خبرې چپ كړې، خو يو سړی په چابكۍ د دېرې  له بر سر كټ څخه راپاڅېد او د سندرغاړي په غوږ كې څه وپسېد. بېرته په چابكۍ په خپل ځای كې كښېناست.
مجلس او ټنگ ټكور سم له دې پسېدو سره د واره خپله غاړه بدله كړه. بيا چا د فضل نوم وانه خېست. راپاڅيدلی سړی په خپل ځای چوپ او غلی كښېناست. ټولو خلكو هغه ته كتل د هغه څيرې ته يې كتل. هغه همداسې په خپل ځان كې ننوته، وركېده او نوره له هغه سره هم د خبرو متره نه وه. سندرغاړی هم ژر په خپل ځای كښېناست او نور ورسره د چا خبره چې د درېدو وس  نه وو.
خدای خبر چې له كټه پاڅيدلي سړي هغه ته په غوږ كې څه ويلي ول. ارومرو چې د گواښ خبره وه. زيات كليوال لا د مخه په دې راز پوهېدل. خو له لېرې ځايونو څخه راغلي خلك په دې راز نه پوهېدل٬ نو ځكه خو مېلمانه او د لېرې ځايونو سيل كوونكي اوتر اوتر ښكارېدل. په ټولو كټونو كې ناستو كسانو يوه بل ته خولې نږدې كړې او گونگوسي پيدا شول .
د كلي تواچي د چوپ كېدو غږ وكړ. د يوه زاړه استاد هنرمند نه يې غوښتنه وكړه چې يوه چاربيته ووايي. هغه د چاربيتې پرځای د يا ټيك ستا په جبين دې نظم  پيل كړ. ټنگ ټكور د مست او ياغي سيند پر سر په يوه لويه او پراخه دېره كې بيا رونق ونيوه.
مجلس او سازونو  د كونړ د پشه كال د مهال د مست  سيند پر سر په لويه او پراخه دېره كې روان وو. د كښته او پورته درو څخه زيات خلك ورته راټول شوي ول. ډير خلك ورته راغلي ول. لاندې د دېرى په لمن کې د كونړ مست سيند چې د چا خبره د پشه كال په موسم كې خونكاری كېږي او له خولې ځگونه باسي. د تورې شپې په زړه كې لكه تور ښامار په سينه ښوېيده. څپو يې مستې غرغړې كولې. دېره د لالټينونو او گيسونو رڼاگانو سپين پړك اړولې وه. د سيند د سر يخ باد به كله هم په دېره راخپور شو او د سندرغاړي له سندرو سره به يې يوځای د ارمونې په پردو كې سر تاو كړ. خو د سيند په اوږده تراړه كې د شپو لامبوزن ټل والا به له ورايه چې لالټينونه به يې د شونټۍ د رڼاگانو په څېر په لاسونو كې نيولي ول د سيند پر ټټر به د دېرې له څنگه تېرېدل.
خو دېخوا د پشه كال گرمۍ د ټنگ ټكور او سندرو اوازونو هرڅه  چوپ كړي ول. په دېره كې د كټونو ډېر اوږود كتار جوړ وو. دوه كتاره يو بل ته  مخامخ جوړ ول . دېخوا او اخوا رنگارنگ كټونه پراته ول .كټونه  د كلي له هر كور نه راوړل شوي ول. د ځېنو پياړمې كلكې وې، خو ځينې يې ځولۍ شوي ول او چې څوك به پكې كښېناست، نو سمدم به  په ځمكه لگېده. يوازې لويانو د كټ د كښېناستوحق لاره. ماشومان په خاورو كې رغړېدل او يا به د ټغر په پيڅكه او يا به هم په پړندو خارو كې پښې ابلې ناست ول.
خو كله چې به دواده د خاوند د كوم خپلوان  يا كومې كورنۍ پسه او يا د حلالولو لپاره  څاوري د واده لپاره راووست او دېرې ته به رانژدې شول، نو د ټوپكو او تومانچو اوازونو به درزهار جوړ كړ. ښاېسته ډېرې ډزې به يې وكړې. ښه مې په ياد دي چې ډېر كسان په دا ډول ډزو كې وژل شوي او ټپيان شوي ول، خو د واده په سندرو كې د دغه وژل شويو كسانو خو چا هډو نوم هم نه اخېست، بلكې يوازې د ادم خان دُرخانۍ٬ ليلا مجنون ٬ رابيا او فتح خان او اوس  دا دی د فضل او ښاپېرۍ نوم هم د مينانو په لوی قطار ور زيات شو، خو په دې ساز سندرو كې د نور هېچا په نوم بنديز نه وو ٬ يوازې او يوازې د فضل په نوم بنديز وو چې دا مهال يې د سندرغاړي په ستوني كې وچ كړ.
٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭
دومره مې په ياد دي چې د لومړني ښوونځي په دويم يا درېيم ټولگي كې وم.  لغمانی استاد زموږ بد قاره ښوونكى وو . موږ ټول ترې ويرېدلو  هغه مهال موږ په كومه كوټه يا ټولگي كې درس نه لوست، بلكې د شنه اسمان په ورځ به د لوې برجورې كلا په مينځ كې چې د حكومتې رباط په نوم يادېده په لويه چوتره كې ناست وو. څو ټولگي به خوا په خوا ناست ول .د ماشومانو له هر ټولگي نه به د شاتو د مچيو  په څېرد سبق بنگاري اورېدل كېدل . له هر ټولگي به يو موزون اواز راپورته كېده، خو څوك به نه پوهېدل چې څوك څه وايی.
زموږ ښوونكی لغمانی استاد به زموږ د ټولگي په مخ كې په غوړېدلي څادر ناست وو . د حاضرۍ او ترقي تعليم كتابونه به يې په مخ كې ايښي ول. او د هغو د پاسه به يې يوه لنډه خو ډبله د توت لښته هم ايښې وه . كله چې به استاد غږ وكړ، نو اول به مو د هغه تورو سترگيو او بيا به مو د توت پرېړې خو لنډې لښتې ته وكتل، نو ويره به مو په اندامونو خوره شوه.
كله چې به كوم شاگرد په سبق كې بند پاتې شو او يا به يې سبق  ښه نه وو زده كړی، نو لايق شاگرد ته به يې امر وكړ چې هغه تنبل په  لښته په لاسونو ووهي . زه هم په دغه لښته څو وارې وهل شوی يم . داسې نه چې درس مې نه وو زده، بلكې د ښوونكي امر به مې ښه نه شو ترسره كولی او تنبل (لټ) شاگرد به مې ښه نه شو وهلی . په كرار او ورو گوزارونه به د دې سبب شول چې لغمانی استاد به په قهر شو  راپا به څېده او د وهلو د ښوولو په بهانه (پلمه) به يې ماته لښته ونيوه او بيا به يې راته وويل لاس ونيسه ما به لاس ونيوه . د لاس په نيولو به هغه څو خرپه تير كړل. زه به لولپه شوم او بيابه يې راته وويل داسې وهل كوه.
دا هلته او هغه مهال يوه معموله كيسه وه، د همغه رباط يا لوی كلا عادت وو. د رباط ديوالونو، ونو٬ پاس چوترې او د كلا په مينځ كې د لښتيو روانو اوبو هم دا كيسه كوله. د وهلو او سېزلو كيسه به يې كوله ځكه چې دا د حكومت مركز وو.  كله چې به چا په كلي كې لږ شان وران كار وكړ او د كلې د ملك سره به يې ښه راشه درشه نه درلوده٬ يا به يې د حكومت خريدارۍ او بېگار ته غاړه نه اېښوده، نو هغه به د سپاهيانو په زور همدې كلا ته راوستل كېده او د امنيه ساده ظابط گي او علاقه دار به مجرم كس په سپاهيانو تاړه او داسې به يې واهه چې بيا به يې د چا خبره ښوروا هم نه تېرېده، نو زموږ ښوونځی هم په داسې يوه لويه جابره او ظالمه كلا كې جوړ شوی وو. هلته چې وهل او ټكول دود وو. موږ هملته سبق ويلو. لغماني استاد به په ډير خوند درس راكاوه.
٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭
يوه ورځ ټكنده غرمه وه. دحمل (وري) مياشت نيمايي ته ورغلې وه. ونې ښې سمسورې شوې وې. اينځر ونې خو بيخي ډيرې گڼې شوې وې. هوا توده شوې وه چې موږ د رباط په مينځ كې د تل په څېر كتار ودريدو. سرښوونكي د تل په څېر خپل نصيحتونه وكړل. په لمانځه اوداسه، عبادت، لويانو ته په درناوي٬ د سپو په جنگ نه اچولو٬ د ډبرو په نه گوزارولو يې ټينگار  وكړ  او له خبرو ورسته يې هر ټولگي موذون قدم پرېښودلو. د هر ټولگي  لين (کتار) به تر لوی دروازې چې لس متره دنگه (لوړه) او پنځه متره سوروره (پلنه) وه نه وېجاړېده. دروازه ډېره دنگه جوړه شوې وه. پر سر يې يوه لويه سراچه وه چې هلته به په ژمي كې د سيمې علاقه دار كښېناستلو. موږ چې به له دغه دروازې ووتلو، نو ځان به مو ازاد احساسولو، خو يوه  ورځ په دروازه كې څه بل شان گڼه گوڼه جوړه شوه.  زموږ ټولگی د دروازې خوا ته ورنږدې شوی وو.
هلته ليرې د علاقه دار د ميز نه لس متره ليرې يو سړی په وينو سره چاكو سره ولاړ وو  او په يوه ساه يې چيغې وهلې. سپين تازي سپی هم له سړي سره ولاړ وو. ژبه يې څو لويشتې راويستلې وه. هغه سپين تازي د اوږدې لكۍ او اوږدو غوږونو سپی هم په وينو تك سور وو. سړي په يوه ساه  چيغې وهلې. سپی به يې په پښو كې توغليده. ژړل به يې او بيا به يې يو ناڅاپه په هغو مچانو چې په سر او تن يې راټول شوي ول غپ لگاوه (غپ کړل)
سړي لنډه بونډه ونه درلوده. په وينو سور د علاقه دار مخكې ولاړ وو، سترگې يې سرې راوتلې وې. همدا يې ويل هغه ما وژلی دی بل څوك مجرم نه دی. ما غزا وكړه اوس مې چانواري (چارماري) كړئ . بل څوك مه نيسۍ. دا چيغې په يوه ساه ويل كېدلې. د ښونځي ټول شاگردان ورته د سيل لپاره ولاړ ول لكه چې يو بل ښوونځی او يو بل درس پيل شوی وي . د دې كلي د ژوندانه درس وى، زموږ د كلي د ژوندانه  بله مدرسه.
علاقه دار په وينو سور زلمى زغم٬ ته راوباله. د ننوتلو يې  ورته وويل. د كښېناستلو يې ورته وويل، خو زلمی لكه چې په سترگو يې سره پرده راغلې وي. همدا يوه كلمه په خوله اخېستله له چېغو سره به تازي سپي هم د هغه په پښو كې وكړونچېده او بيا به يې د ځان په مچانو غپ كړل. اوږده قوله به يې وويسته او په پښو كې به ورته وتوغلېده. خو په وينو سور سړی لكه سركاوته (سرکاوتن)٬ لكه ليونی، لكه جنون اخېستی، بېخوده انسان په سترگو نور څه نه ليدل. د چا خبره په سترگو يې د وينو پرده غوړېدلې وه او له ځانه يې د بنيادم د مستو وينو بوي خاته.
فضل د كوز كلي د يوه ډير بېوزلي نايي زوی وو، چې كرۍ ورځ به يی د خلكو په مزدورۍ كې تيروله. هغه په كلي كې د چا خبره چې نه د سر سيوری او نه هم په اسمان كې ستوری درلود. د كلي يوه مالداره سړي ورته يو كوټه وركړې وه چې هغه پكې شپې ورځې سبا كړي. د فضل پلار گلو په يوه سترگه ړوند وو. د چا خبره چې ورمېږ يې هډوكي نه درلودل. د سهار د لمر څرك سره به يې بكس څنگ ته وو او د كليوالو هر ډول خدمت ته به يې ملا تړلې وه. لالها نده ژوند يې درلود. په كلي كې يې پوله پټی نه وو.
گلو چې به د كلي نور هلكان وليدل، نو په زړه كې به يې د خپل زوی لپاره ارمانونو غزونې وكړې. هغه به ډېر ځله فضل دې ته هڅاوه چې ښوونځي ته ولاړ شي . ليك لوست زده كړي، سبق ووايي او بيا به يې سره له دې چې په خپل كسب او كار شكرونه ويستل، خو د كلي د نورو مالدارو خلكو په ليدو به يې ځان ډير كوچنی او سپک سپانده  احساس كاوه . خو هېڅكله يې دا خبره په خوله نه راوړله، بلكې هر څه يې د تقدير كار باله.
خو فضل هېڅ پلار ته نه پاتې كيده. هغه نه يوازې په ونه جگ نری او ښكلى زلمى وو٬ له رنگه سپين وو، نريو بريتو يې د مخ په كاسه كې زيب كاوه. په خوي او كركتر كې هم ياغي او د پلار په څېر مطيع (منونکی) او ايل نه وو چې لږ رابوتكی شو، نو په درېيم ټولگي كې يې ښوونځی پرېښود. هسې خو هم د خپلو ملگرو نه ډېر مشر وو. د هلكانو او همزولو سره به په لوبو٬ ډبرو غورځولو او نورو مستيو سرمستيو مشغول وو. ورو ورو يې د سندرو سره مينه پيدا شوه. د هغه په اواز كې خاص جادو يې اثر پروت وو چې كله به د غره په تړه يا بر او كوز كڅ  كې د يكه زار غږ شو، نو ټولو كليوالو د فضل اواز له لېرې  پېژانده. دې كارونو هغه نور هم وهڅولو چې سندرې ووايي، نو چې كله به په كومه دېره او يا هوجره كې چا بنډار جوړ كړ، نو فضل به ارومرو چې د دغه مجلس نقل وو، دی به ارومرو حاضر وو. بې له فضله خو بنډار تش وو او چې ټنگ ټكور به پيل شو، نو د هغه د يكه زار غږ ته خو به د كلي نجونې د هوجرې دروازې ته پنډې شوې وې، د فضل د خواږه اواز د اورېدو لپاره به يې  خپله ساه هم بنده كړې وه .
ښاپېرۍ همدې اواز «درخانۍ» كړې وه . هغه لا د دولس ديارلسو كالو وه چې د فضل په خواږه غږ لېونی وه. هغې هم په كلي كې د ښكلا  ثاني او مثال نه درلود. د مور يوازېنۍ نازولې لور وه، خو هغه لا د بده قسمته ان په كوچنيوالي كې د خپل ترور د زوی په  نوم شوې وه. د هغې د ترور زوی چې په كلي كې د ډېرو شتو او هستۍ خاوند وو. د دېرې او هوجرې خاوند وو. د پټو او كڅونو خاوند وو. د قلبو  خاوند وو، خو د چا خبره چې په دې هر څه يې د ښاپېرۍ څه ؟ هغه د مينې لېواله وه. مينه چې ړنده وي په نورو هم د ړندو گومان كوي. مينه چې عقل نه پيژني، مينه چې هېڅ نه ويني يوازې مينه ويني. يوازې بله  نړۍ٬ داحساس عاطفي دونيا، نو ځكه خو د ښاپېرۍ مينه د كلي د يو ډېر غريب نايي له زوی د فضل سره د كلې د ټول دود او رواج خلاف كار وو. هغه نايي وو، خو ښاپېرۍ ته پادشاه (پاچا) وو. د هغه مينه ورته د شهزاده وه. مينه له خوار نايي څخه شهزاده جوړوي. مينه چې له غريب نه خانزاده جوړوي، نو ځكه خو فضل د ښاپېرۍ لپاره د كلي پادشاه وو. هغې ټوله دونيا د فضل په سترگو كې ليدله او فضل هم دا شان. نوځكه خو كله چې به ښاپېرۍ د كلي مخ كې ويالې ته ووتله٬ نو تر هغې به د ښاپېرۍ منگی نه ډكېده چې فضل به په سپينو كاليو کې  د كلي د مخه نه و تېر شوی .
د ښاپيرۍ او فضل مينې اوازو انگازو ټول كلی پر سر اخېستی وو. د هر چا د خولې او د ژبې سر ول. دواړو ښه ځواني درلوده. دواړه د يوه كلي په تنگو كوڅو كې تېروبېر كېدل او دواړو....
خو ښاپېرۍ د خپل ترور زوی نه  پوره كركه   لرله. نه يې د ترور د زوی په پټو او قلبو فكر كاوه او نه يې د هوجرو او دېرو او د كلي د خانۍ او ملكۍ خيال ساته، خو د فضل او ښاپيرۍ مينه همداسې په ظالمانه او بېرحمه چاپېريال كې وده وكړه. پخوالي ته ورسېده، دواړه يې لوی كړل، دواړه يې مشهور او د كليوالو د ژبې سر كړل. خو مينه توپان شوه سيلۍ شوه٬ سېلاب شوه او دواړه يې د نيزه وړو په څېر د كونړ په خونكاره سيند لاهو كړل.
٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭
خو دا د پسرلي  ورځ څه بل شان ورځ وه. د فضل پلار سهار د وخته د ملا اذان مهال له كوره ووت. فضل هم څاښت او تنكۍ غرمه له كوره ووت. د تل په څېر د كوزې كڅۍ ځمكو ته لاړ. غنم خيد شوي ول. د پټو پولې يو گز ببرې ولاړې وې. ښاپېرۍ هلته كښته په كوز پټي كې واښه كول. كله به پورته شوه او كله به هم كښته شوه. فضل د ښاپېرۍ پټي ته ورنږدې شو، خو ناڅاپه په فضل د چاكوگانو باران جوړ شو. ناڅاپه دوه تنو هغه راوپرزاوه. په  تازي سپي يې وداړه .كالي يې ورته په ځان كې ريښه ريښه كړل او په دې ډول يې د شنو غنمو او ببرو واښو د پسرلي د شړندې او ډكې ويالې له پاسه ساه وركړه. د تل لپاره د خپلې  مينې او عشق سره له دې دونيا ولاړ. قاتل په منډه د خپل تازي سپي سره ځان حكومت ته ورساوه. كالي يې په وينو سره ول، چيغې يې وهلې۔ تازي سپي يې هم اوږده غوږونه كښته ځوړند كړې ول. سپي د هغه په پښو كې چنگل او د هغه په شاه باندې په پرتو وينو راټول شويو مچانو به يې غپ كړل. بيا به يې وكوړنچل اوږده قوله به يې وويسته او بيا به يې وسينگل، خو قاتل خپله خبره كوله د يوه سركاوته او ليوني په څېر.
د حكومت عسكر رادمخه شول . د ښوونځي هلكانو ته يې د تللو لاس وخوځاوه . ټول يې په زوره ليرې كړل. قاتل يې د اوږدو تنبو دننه كړ. بيا يې هلته بويناكې كوټې ته بووت، زولنې يې ورواچولې. پښې او لاسونه يې وتړل او د فضل په وينو د سرو كاليو سره د خپل تازي سپي سره په خپلو چرتونو كې ولاړ.
٭٭٭     ٭٭٭     ٭٭٭
سندرغاړی چې  په رېږدېدلي اواز په ځمكه ناست وو داسې مالوميده چې د سر وېښته يې نېغ ولاړ وي ۔ هغوی چې سندرغاړى پېژانده د هغو د سرونو او تنونو وېښته هم نېغ ولاړ ول ۔ ناستو خلکو ټولو هغه ته کتل. د سندرغاړي پر مخ مړې اوښکې راماتې وى ۔ ژړا يې نه کوله لکه چې د تازي سپي او په وينو د ککړو جامو سړى يې بيا مخې ته ولاړ وي. دا وار بيا هغه پېښه ورته تکرار شوي وي لکه چې ورور يې همدا نن وژل شوی وي. د سندرغاړي په سترگو کې هم دا مهال اوښکې را ټوکيدلې وې. ټوله شاوخوا يې وينه شوې وه. لاندې سيند هم سور لکه د وينو سيند داسې درواخله. پاس خلک، کټونه هم په وينو سره برېښيدل او د څراغونو رڼا هم په وينو بليدله. ځکه چې ډېر کلونه يې د ورور له مرگه وروسته ډېر کلونه يې يو وار بيا د هغه د قاتل له خولې په غوږ کې اورېدلي ول چې:
ما لس كاله زندان د فضل په وژلو تېر كړ. نوی له زندانه راغلی يم اوس ته زما په ټپ مالگې دوړوې. غواړې چې تا هم د ورور پسې واستوم او بيا هلته لاړ شم. د هغه نوم اخېستل زما سپكاوی دی .

 
بېرته شاته