لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د پښتو شعر هندسي جوړښت يو هنري او ښکلاييز نوښت
لیکوال: محمدآصف صميم   نېټه: 14.02.2010   خپرونکئ:   سمسور  

د هند د نيمې وچې په ادبي اسمان کې د علامه شبلي نعماني د ((شعرالعجم)) ( که څه هم ادبي تذکره هم ده) د لمر وړانګو د پارسي شعر و شاعرۍ کږلېچونه دومره وځلول او دومره يې د پارسي شاعرۍ مراندي راښکلې چې نن هم د پارسي ژبې او ادب کېږدۍ پرې نېغه ولاړ ده. ان چې د لس اتو لسيزو د ادبي پرمختيايي بهير له چټکتيا سره سره دومره څوک پيدا نه شول او يا به يې د شعر العجم پر تلپاتېينې دومره باور وي چې پر شويو بديعي او صناعي تعريفاتو باندې يې د بيا کتنې اړتيا ونه انګېرله او د اغېزمنۍ اندازه يې له دې نه هم لګي چې ايرانيانو يې بېرته پارسي ژباړه اړينه وګڼله.
په پښتو کې هم د شعر العجم په څېر يوه اثر ته چې عربي او دېواني ادبي صنايع (غزل، رباعي، قطعه، قصيده، مثنوي، مستزاد، مثلث، مربع، مخمس، مسدس، مسبع، مثمن، معشر، ترجيح بند، ترکيب بند او...) راوښيي اړتيا وه. که څه هم د شعر العجم په څېر منظم او اوډلي څه رامنځته نه شول؛ خو پښتو ليکوالو بيا هم خورې ورې هڅې وکړې او د ادبي فنون، روح ادب، د ادب مناره، قافيه، خوږه شپېلۍ، بديع او بيان، ليتکى، بديع او د پښتو شعر، د پښتو ادب په تاريخ کې قصيده، پښتو غزل او ... په څېر ځينې اثار رامنځته کړل، چې دې هر اثر پر خپل وخت د ځانګړو صنايعو په پېژندنه او سپړنه کې په زړه پورې ونډه واخيسته؛ خو په خپله د پښتو د ولسي او فولکوري شاعرۍ د څانګو او ځېلونو د پېژندنې اړتيا ته په پاملرنه لومړنى ليکوال چې د يوې تخصصي او څانګيزې(مسلکي) اړتيا په توګه يې د پښتو شعر د رغښت او سکښت اړتيا وانګېرله، هغه د پښتو ژبپوهنې نوښتګر او زيارن استاد پوهاند ډاکتر مجاوراحمدزيار و، چې د شاعرانه او ژبنيو ازمېښتونو په رڼا کې يې ((پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)) نومي اثر رامنځته کړ او د خپلې څېړنې او ازمېښتونو له کوچ او نچوړ يې دا راوايستل چې په پښتو شعر کې تر هرو درېو څپو وروسته څلورمه څپه خجنه (فشاري) راځي او يوازې په پښتو شعر کې نه، بلکې دده دا سپړلى دود پر هغو شعري چوکاټونو هم سور راځي، چې له عربي ژبې نه ورته راغلي دي.
د پوهاند زيار دغه نوښتۍ هڅه رښتيا چې د پښتو شعر رغونې پر موضوع د يوه ځانګړي ازمېښت لرونکى اثر و، چې په علمي او څېړنيزه جامه کې پښتو شاعرانو او د شعر مينه والو ته وړاندې شو. تر دوى وروسته که څه هم د ارواښاد استاد روهي ((شعر پېژندنه)) هم د شعر پر  تيورۍ او منځپانګه باندې يو ارزښتناک اثر و، چې د ژوندۍ شاعرۍ او ژمنې شاعرۍ ټک و بريد په ګوته کوي.
ښايي د همدغو دوو استادانو د استادانه او نوښتګرانه روزنې او له دوى دواړو سره د همېشنۍ ناستې ولاړې اغېز و، چې د دوى وتلي او رښتين پتمن او مينه وال شاګرد د پښتو تنکى او هڅاند ليکوال او خوږ ژبى شاعر ښاغلى محمداسمعيل يون يې د پښتو د ولسي شاعرۍ په بېلابېلو ځېلونو(ژانرونو) کې د يوه نوښت رامنځته کولو ته وهڅاوه او د شعر او نظم بديعي تعريف ته يې داسې يوه سمبوليکه ژبه او يوه هندسي جوله ورکړه، چې په دودېدنې سره يې د شعر د جوليز ارزښت يو عادي مينه وال هم له سر خوږوونکيو تعريفونو پرته په ډېره اسانۍ کولاى شي، چې په دېواني او ولسي شاعرۍ کې د قافيې (c,b,a او نور...) رديف (=)، مسره (__) له نښو نه په دې وپوهېږي چې د شعر قافيه، رديف او نور لوازم کوم کوم دي؟
ښاغلى يون د ټاکليو نښو لپاره خپله ورکه له لرغونې نه نيولې تر ځوانې شاعرۍ پورې لټولې ده، چې دا لټون او څېړنه په خپله يو ډول پرتلې ته يوه بلنه غوندې هم ده. دده د دغو سمبولونو يا قيمتونو په ټاکنه کې کېدى شي له تخنيکي او غږيز پلوه څه کمزورۍ تر سترګو شي او هغه څنګه چې يو خو يې دومره درانه ژبني او شعري نوښت ته په يوازې ځان اوږه ورته کړې او بل دا چې له هر نوي ګام سره کاواکي او د تيندک اندېښنه ارومرو ملګرې وي. خو له دې سره سره خبره په لوى سر کې پر دغسې يوه نوښتي چار باندې د لاس پورې کولو او اوږې ورته کولو ده. زه په داسې ترڅ کې چې ښاغلي يون ته د هېواد د سياسي فضا په دغسې خړ پرتيا او دوند کې د داسې يوه ستر نوښت په کولو پر مبارکۍ سربېره څانګوالو شعر پوهانو ته هم بلنه ورکوم، چې ده ته په خپلو لوراندو لارښوونو او نغوتو د ځوان کول په وده کې برخه واخلي. البته خپله دا يوه يادونه هم د ښاغلي يون د هڅان فطرت د درناوي په ترڅ کې اړينه بولم چې که دى د خپل دې زيار په وړاندې د ولولې د ځوانۍ په غوښتنه په ډېر لږ څه (پوهنيارۍ) نه واى بسيا شوى؛ نو ما دده دغه زيار په ګانده کې د ده د لوړو علمي او پوهنتوني رتبو لپاره بسنده ګاڼه، خو بيا هم ورته د مبارکيو د وړاندې کولو او د نور پرمختګ په هيله خپله خبره د خوشال بابا په دې هيله منه وينا رالنډوم چې:

لا به ډېر ګلونه وا شي په دا باغ کې
د ګلــزار د غـــوړېــدلـــو يې اغازدى
نمانځنه
محمدآصف صميم

 
بېرته شاته