کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

حقیقي مینه

تـــــېره شوي چې په چـــاوي عاشـــــــــقي
وې خبر دوي په اصـــــلي خوند د دوستي
 
درتـــه تـــېـــر بـه کـړم مثال د دې خـــبرې
چـــې ســــنـــد کــړې دا خــبر دلـتـه دستي
 
ادم خــــان چې ؤ مــــــین په درخو بانــدې
عــــشـــــق بوله د دنیا ښــکــــــلا وهستي
 
یــــونــــیم قرن نن نه وړاندې یو زمان کې
د جــــیمــزډار قول نقلومه بې کـــــاسـتــي
 
قـــــطـــب خــــان د راڼـــیــزو د ده په خور
 
ؤ مین په نـــــــــــازو باندې په راستـــــي
 
ؤ بـــلـــــو دې ادم خـــان د کـــور غـــــلام
قـــــطـــــب خــــــان یې کړ د مینې تومتي
 
ادم خــان لا خـــبر نه ؤ لـــه دې حــــاله
بــلـوګي قــطــب خان مړ کـــــړ سم دستي
 
د دې حال نــــه چې خبر شو ادم خــــــان
د بـــلــو په مــرګ ئـې ونــه کړه سـستي
 
بــلــو ئـې مړ کړ په بدل د قــطــب خان کې
هــم خــفــه شـــو دی د مــینــې په نیستي
 
هسې ښکلي عــاشــــقان دنیا نه تېر شول
څوک په مینه کې کامـیاب او څوک ستي
 
عــشق پښتو نه مقدم شواهتمامه  
پـــاکه مینه چـــې وې داســــي حــقــیقــي
 
(  
کــابـــل ، ۱۳۶۹/۳/۴ هــ ٬ ش

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.