کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور  

1

لېونۍ مينې کړم

 

2

غــــــــــــــــــــــــزل

 

3

هغه بينا څه كوم

 

4

مــــــورجــــانـــې

 

5

د پــېـغـلـې ګيله  

 

6

  دمينې په زانګو  

7

  مــــيــخـــانــــــه   

8

  د عـشق كتاب  

9

  غــــــــــــــــــــزل  

 

د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي ژوند لیک

امان الله سېلاب ( ساپي ) د نصرلله زوی په ١٣١٢ هجري کال دسنبلې په مياشت کې د ننګرهار ولايت د کا مې په ( غازي ) نومې کلي کې زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړې يې د کامې د اخوند کلي د ښوونځي څخه پېل اوپه ١٣٢٥ کال کې د ښوونځي بری ليک ترلاسه کړ او بيا شپږ کاله په ځانګړي توګه د فقې اصول ، تفسير ، احاديث صرف نحو، منطق ، حکمت ، عروض او نورو متداوله علومو په برخه کې ځنې کتابونه ولوستل . په ١٣٣١ کال کې د کابل د قاضيانو د مدرسې په دوېم ټولګي کې شامل شو او بيا له درېم ټولګي څخه د کابل د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ ، په ١٣٣٤ کال کې يې د عربي دارالعلوم څخه بري ليک ترلاسه کړ او بيا يې د عدلي وزارت د الفلاح د مجلې په دفتر کې په کار پېل وکړ .

په ١٣٣٩ کال کې د راډيو د خپرونو د مراقبت کفيل مقرر شو او بيا د راډيو افغانستان په بېلابېلو خپرنيز برخو کې په کارونو بوخت شو . سېلاب ( ساپي ) چې خپله شاعري يې په  ١٣٣٠ کال کې پېل کړې د پښتو ژبې ډېر ښه غزلبول شاعر و .

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.