کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

1

ميـــــــونـــــــــــــد

 

2

تــــــــــــــرنــــــــــم

 

3

مـــــــــاښـــــــــــام

 

4

بــــــــــــــــــــــــاور

 

5

تــصــــــــــــويـــــر

 

6

ســــــــــــــــــــراب

 

7

نـــــــــــــــظــــــــــر

 

8

پــــــــــــرخـــــــــــه

 

9

غــــــــــــــرڅــــــــه

 

10

سيــــــــــــــنــــــــد

 

11

غـــــــــــــــــــــــــزل

 

12

بنـــــــــــګــــــــړي

 

13

غـــــــــــــــــــــــــزل

 

14

غـــــــــــــــــــــــــزل

 

15

خــــــــــــومــــــــار

 

16

ســــــــــــرګــــــړی

 

د ښاغلي اجمل اند ژوند لیک

اجمل اند دولي محمد زوی پر ۱۳۵۶ لمريز کال دننګرهار ولايت د خوګياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجګړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره مهاجرشو او پاکستان په هنګو کې يې واړول . دې خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته وکړې . پر ۱۳۷۱ لمريز کال ، چې ننګرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوګياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو ، چې پر ۱۳۷۴ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل دلته تر يونيم کال وروسته يې د ننګرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورنه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کاله کې دکرګرۍ پرچارو بوخت شو . له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . له تيرو درې کلونو راهيسې په کابل کې د ازادي راډيو د خبريال او د پښتو برخې د ايډ يټور په توګه دنده ترسره کوي :
چاپ شوي اثار
:

١-(د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب ) د شعرونو لومړې ټولګه ١٣٧٧ لمريز کال
٢- (په څپو کې انځورونه ) د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٨٩ لمريز کال
ناچاپ اثا ر
٣- له بنګاله تر کابله ــــ ناول
٤- خوماره ـــ ناول
٥- تر کوکنارګله ــــ د لنډو کيسو ټولګه
٦- سپيده دم ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې
٧- د وينس سوداګر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه
٨-شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه
٩- هېندارې او چينې ـــ د شعرونو دريمه ټولګه
١٠- سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه
١١- د برجونو ښا ر ـــ د چيک جمهوريت يونليک
١٢- ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي کلتور او ورپېښو ګواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله.

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.