|
|||||||||||
|
|
|||||||||||
|
غزل څو بدرنګ چې غنمرنګ په پيسه اخلي ښايستونه دي، چې زنګ په پيسه اخلي
زمونږ ښار د متضادو مجموعه ده ځينې سوله ځينې جنګ په پيسه اخلي
د زړګوټو دنيا رنګ د وينې غواړي زمانه ده، چې بس رنګ په پيسه اخلي
له ها ځاى نه د ښکلاوو لوګر راشي مينه رېبي، شوخ وشنګ په پيسه اخلي
نور همه د زمانې مغل ته خم دي يو خوشحال دى، چې اورنګ په پيسه اخلي
د ننګونو تبليغ دلته بې مانا دى دلته خلک شته، چې ننګ په پيسه اخلي
|
|||||||||||
![]() |
|||||||||||
|
|||||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||||