|
|||||||||||
|
|
|||||||||||
|
غزل عمر مو بېځايه، بې صنمه دى پيل د زندګۍ مو له دې غمه دى
خدايه! ورک يې نکړې، پت يې وساتې کلى مو بېڅوکه، بې کرمه دى
اوس له ماښامونو نه ويرېږى خلک اوس نو سحر نشته، چې بې بمه دى
ژوند مو بې له عشقه تکلف شولو چم مو بې درخو او بې ادمه دى
هغه لېونتوب نه اوس پرېوتى دى ستا اجمل نور ستړى دى، بې دمه دى |
|||||||||||
![]() |
|||||||||||
|
|||||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||||