|
|||||||||||
|
|
|||||||||||
|
غزل
نن مې بيا په زړه راوورې، نن مې بــــــيا ته مېلمنه يې
هرې ساه سره مې مله يې، څومره ټيــــــنګه پښتنه يې
مونږ د وخـــــــت له ګوتو وتي، زمــــــــانې رټلي خلک
چې لا پايو، نو جــــــانـــــانه بس هم تــــــه مو بهانه يې
منشوري حــــسن څښتــــنې ، پښتني رنـګونه نغاړې
د خوشحال بابا ديـــــــــــــوان يې او که پټه خـزانه يې؟
دا لوټلى پېغلـوتـــــوب دې، دا بــې رنګه زندګي دې
اه زمــــــــونــــــږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يې
ما له ګوتې نيسه ياره د غــــــــــــزل پـــــــــه سخته لاره
ته زما د خيال لارښوده، د لفظونـــــــــــو خــــــــــزانه ي |
|||||||||||
![]() |
|||||||||||
|
|||||||||||
|
دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې. |
|||||||||||