کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

غزل

يو احساس مو زړه کې اوسي، يو ارمان مو زړه کې اوسي

يو ښايستوکى ګلورين غوندې جانان مـــــو زړه کې اوسي

 

 

چــــــې پښتون يـــــــــــــــــــم نــــــــــــــــــو دا هـــــــــــــــم راسره ښايي

چې ټپه مې زړه کې اوسي اى قـــــــــربان مو زړه کې اوسي

 

 

موږ د وخت په زړه کـــــــــــــــــــــــې نــــــــــــــــه راځــــــــــــو ملګرو

کاينات مو زړه کې پايي او زمان مــــــــــــــو زړه کې اوسي

 

 

څه عجبه امتزاج زمــــــــــــــــــونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږ د ذات دى

چې لنډۍ په ژبه وايو نو قراۤن مو زړه کـــــــــــــــــــې اوسي

 

 

ستا د سپينې خولې په خيال باندې ژونــــــــــــــدي يـــــــــــو

ستا د مينې سپين ايمان مو زړه کـــــــــــــــــې اوســــــــــــــي

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.