کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

 

1

زمــا اوښکـو!

 

2

دا ولـي ... ؟

 

3

اختر او تنهایي  

4

د پردیـس پسرلی

 

5

سپـوږمۍ

 

6

د مور ناره

 

7

  د لېوني ترانه  

8

  خدای ږو د ژړا یمه  

9

  پښتنـي مینـه  

10

دسهار ستـــوری  

 

 

 

 

 

 

 

 

زوکړه ، زده کړه ، دندي ، مړينه او ځوځات

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانوڅخه يو نوميالی دی چي افغاني ادب  او ژبي ته ئې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات  پريښودل او تر ډيري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي ، ارواښاد  د مرګ تر اخيري سلګۍ پوري د کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتل او دمرګ پر بيستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و .  دکاييناتو لوي خالق پرده خپل خدايي استعداد لورولی و او دده په خټه کي ئې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې وجي  ده په خپل ډير کوچنيوالي کي زيات ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی طالب وچي د شعر سره ئې  يارانه ټنګه کړه او وده ئې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ادبياتو پر اسمان هغه نه پنا کېدونکی ستوری سو چي رڼا به ئې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټتر لمر غوندي ځليږي .

که علامه سيد جمال الدين افغاني نړيوالو د شرق نابغه سياست پوه ګڼی ، نو علامه حبيبي هم د شرق لوی مورخ او محقيق ګڼل کيدی، استاد الفت هم د شرق لوی اومتکبر ليکوال بلل کيږي ، او علامه رشاد هم د شرق لوی څيړونګی او جغرافيه ليکوال بلل کيږي  د همدي وياړونو او هستيو په لړ کي استاد بېنوا هم دشرق هغه نوښتګر شاعر او مورخ بللای شو چي په خپل وخت کي ئې هم په پښتو شعر او هم په نثر کي دا سي انقلاب او پاچون راوستی چي د کلونو_ کلونو بيده ماغزونه ئې راوخوځول او دبري د معراج لاره ئې ورپه نښه کړل

 پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

هو! ريشتيا هم زموږ خلګ له پېړيو_ پېړيو راهيسي په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښيږي ، خو فاضل استاد بېنوا ډيره هڅه کوله چي په خپلو بوږونګو شعرونو او نثرونو خلګ له خوبه راويښ کاندي او ﻻره وروښوي چي په دې کار کي تر يو بريده بريالی هم سو خوژوند وفا ورسره ونه کړله او دې ئې خپله په درانه خوب ويده کړ.

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا ته دده لوړ استعداد له خپلي درنې اوعلمي کورنۍ څخه په ميرات پاته سوی و ، دده لوی نيکه ملاګلاب اخوند دوخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم ؤ، د هغه  زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و ، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او داستاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم حقاني د ٥٣ کتابونو مولف و ، نو دهمدغو مشرانو برکت و  چي په استاد بېنوا کي هم خپور شو او نه يوازي يو عالم بلکې دهيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وګڼل شو . 

زوګړه :

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي په د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چي په کندهار کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی ، دوی له آره دکندهار دمعروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي فاضل استاد بېنوا هم په کال ١٢٩٢ لمريزکي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز  او ١٩١٣ مېلادي د اګست د ٢٣ مي سره سمون لري په همدغه کاله  ( سيد حسن خان کوڅه ) کي په دغه منوره او عالمه کورنۍ کي وزېږېدی او همدلته لوی شو ـ ( ١) ـ

د بينوا زده کړي :

لکه چي وړاندي مو وويل چي ددوی يو عالمه کورنۍ وه نو ځکه ئې مشرانو  غوښتل  چي استاد بېنوا هم ديني زده کړي وکړي ، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چي فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړي ورسته د افغانستان د لوی عالم او خپل ورور مولوي عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پوري زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چي مولوي ترې جوړ سو، تر دغو زده کړو وروسته ئې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چي لومړني شعرونه ئې د کندهار په طلوع افغان کي خپريدل ،  بيا په همدغه تانده ځواني کي کابل ته ولاړ ی او د خپل ورور مولوي حقاني کره اوسېدی ، په همدغه وخت کي يې خپلو نور زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توګه زده کړل ، بديع ،بيان او ګرامر يې په داسي توګه زده کړل چي بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ کي همدغه د ژبپوهني څانګه وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول ، په دغه وخت کي يې  پاړسي ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر ټکه رسولې وه . بيا يې انګريزي ته ملا وتړل چي وروسته ئې ډيري ژباړي له دغي ژبي څخه  کړيدي . 

دلته موږ د استاد بېنوا استعداد او ځيراکت ښه ترا معلوميږي چي په ډيره نوې ځواني کي يې عربي ، اردو ، پاړسي او انګريزي ژبي زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې څښتن و ـ ( ٢ ) ـ

 رسمي دندي :

فاضل استاد بېنوا  د ادبي يون تر څنګ  په دولتي اورګانو کي هم  ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي :چي

 ١ ـ  د کابل د ادبي انجمن غړی                                        ١٣١٨ لمريز = ١٩٣٩ م

٢ ـ د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال                 ١٣٩١ لمريز = ١٩٤٠ م

٣ ـ د پښتو ټولني د صحافت  مدير                                 ١٣١٩ لمريز = ١٩٤٠ م

٤ ـ دکابل مجلې مدير                                                        ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م

٥ ـ  د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال            ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م

٦ ـ د پښتو ټولني مرستيال                                            ١٣٢٣ لمريز = ١٩٤٤م

٧ ـ د پښتو ټولني عمومي مدير                                    ١٣٢٥ لمريز = ١٩٤٦ م 

٨ ـ د تاريخ د انجمن غړی                                               ١٣٣٠ لمريز = ١٩٥١

٩ ـ د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير        ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٢ م

١٠ ـ  په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار     ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٣ م

١١ ـ دکابل راډيو ريس                                                                 ١٣٣٥ لمريز = ١٩٥٦ م

  ١٢ـ د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی                 ١٣٣٦ لمريز = ١٩٥٨ م

١٣ ـ د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی        ١٣٣٩ لمريز = ١٩٦٠ م

١٤ ـ په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار    ١٣٤٢ لمريز = ١٩٦٣ م

١٥ ـ د افغانستان راډيو ريس                                           ١٣٤٤ لمريز = ١٩٦٥ م

١٦ـ د قبايلو د مستقل رياست مرستيال                           ١٣٤٥ لمريز = ١٩٦٦ م

 ١٧ـ د اطلاعاتو او کلتور وزير                                          ١٣٤٦ لمريز = ١٩٦٧ م

١٨ ـ د اولسي جرګې وکيل                                                  ١٣٤٨ لمريز = ١٩٦٩ م

١٩ ـ د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی           ١٣٧٥ لمريز = ١٩٧٨ م

٢٠ـ د افغانستان اکاډمۍ اچير غړی                                  ١٣٥٧ لمريز = ١٩٧٩ م

٢١ ـ دصدارت  مشاور د فوق رتبه په حېث                          ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م

٢٢ ـ په ليبيا  کي د افغانستان سفارت                      ١٣٥٨ لمريز =  ١٩٨٠م ـ( ٣ ) ـ

فاضل استاد ارواښاد بېنوا په همدې کال تقاعد شو ـ چي وروسته ئې په ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ م کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي سياسي پناه واخيستل ، او يو کال وروسته يعني په ١٣٦٣ لمريز کال  د جدي پر ٢١ مه نېټه چي د ١٩٨٥ ميلادي کال د جنوري د ١١ مي نېټې سره سمون خوري  د جمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغي څخه چي ورپېښه وه له دې فاني دنيا څخه مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو

انالله و انا اليه راجعون

د لیکوال پاڼې په مننه

 
زموږ سره مو اړيكې زموږ خبره كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور

دسمسور په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ليکوالو پورې اړه لري. دسمسور  ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره نه لرې.